د نړۍ د اوو لویو اقتصاد لرونکو هېوادنو (جې۷) د سرمشریزې په دویمه ورځ، په درې ګونو اعلامیو کې یوه هم د انساني قاچاق سره د مبارزې په اړه وه.
په اعلامیه کې، د جي۷ مشرانو وویل چې دوی خپلې دوامداره هڅې بیا تایید کړې ترڅو د مهاجرینو د قاچاق مخنیوی او ورسره مقابله وکړی، او د سازمان شویو جرمونو شبکې چې له مهاجرینو قاچاق، انساني قاچاق او نورو اړوندو جرمونو څخه ګټه اخلي، مخنیوی او له منځه یوسي.
اعلامیه کې همداراز ژمنه شوې چې د جي اوه غړي هیوادونه به د مهاجرینو د استثمار پر ضد به مبارزه وکړی.
په اعلامیه کې د تر ټولو زیان منونکو خلکو پر ساتنې ټینګار شوې، چې پکې مهاجرین او جبري بې ځایه شوي کسان شامل دي.
په خپرې شوې اعلاميې کې د G7 مشرانو ویلي چې دوی به خپلو وزیرانو ته دنده ورکړی چې د G7 د عمل پلان د پلي کولو لپاره پرېکنده ګامونه واخلي، څو د مهاجرینو د قاچاق مخنیوی وکړي.
د G7 مشرانو وویل چې دوې به د اصلي او ترانزیت هیوادونو سره همکاري ژوره کړي ترڅو د انساني قاچاق شبکې له منځه یوسي او د غیرقانونی مهاجرت مخه ونیسي.
اعلاميې د اقتصاد په گدون د هغو هڅو په پیاوړتیا ټینگار کړی له خې يې هر څوک په خپلو هیوادونو کې ژوند او پرمختګ او د دوی امنیت، حقوق او عزت خوندي کړي.
د نړۍ د سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو (جي اوه) په بیان کې راغلي:
«اعلامیه د نړۍ د هېوادونو ژمنې بیا تاییدوي چې د خپلو اتباعو د راستنېدو او منلو پروسې پرمختللې کړي، تر څو د هغو کسانو چې د G7 هېوادونو کې د استوګنې قانونی حق نه لري، پر وخت، خوندي، قانونی او باوقاره راستنیدل یقیني کړي.»
بیان په پای کې ټینګار کړی چې اعلامیه د G7 غړو ترمنځ د هغو خبرو پایله منعکس کوي، چې له شریکو هېوادونو سره د نظریاتو د تبادلې په نتیجه کې تر لاسه شوې.
فورم \ دبحث خونه