فرانسې کې د محصلینو او ښوونکو مظاهرو شدت موندلی

د فرانسې صدراعظم سبسټین لیکورونو ویلي دي چې فرانسه کې هیڅ ډول تشدد د زغم وړ نه دی. ښاغلي لیکورنو دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې لسهاو زره زده کوونکي د هیواد واټونو ته راوتلي دي او د ښوونځیو د خراب وضعیت په اړه احتجاج کوي.

د فرانسې صدراعظم زیاته کړیده چې یوي لیسې ته اوراچول د ښونځیو د وضعیت ښه کیدو کې هیڅ مرسته نش کولی. ښاغلي لیکورونو د فرانسې پارلمان ته په وینا کې وویل چې دا ادعا ناسمه ده چې ګواکې حکومت پولیسو ته د مظاهره چیانو د ځپلو امر کړیدی .

د ښونځیو شاګردان ، ښونکي او د کارګرو د ټولنو غړي په پاریس کې په کې پرله پسې احتجاج ته ادامه ورکوي او غواړي چې د هیواد د ښونځیو خراب حالت ته توجو وشي.