د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اروپايي هېوادونو غوښتي چې په فرانسه کې له تاوتریخوالي ډکو ناکراریو وروسته د خپلو پولو کنټرول لا کلک او د کډوالۍ په اړه جدي اقدامات وکړي.
ولسمشر ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې (ټروت سوشیل )کې په یوه خپاره کړي پیغام کې دا خبره کړېده.
په فرانسه کې ناکرارۍ د توکو او د لګښتونو د بیو د لوړېدو پر ضد له مظاهرو سره پیل او وروسته په تاوتریخوالي واوښتې، چې پکې دوکانونه لوټ شول او سوداګریزو مرکزونو او عامه شتمنیو ته زیان ورسید.
د فرانسې پولیسو د شنبې ورځې له لاریونونو سره د تړاو په تور ۲۳۹۷ کسان نیولي دي. په داسې حال کې چې چارواکي لا هم د اوښتو زیانونو کچه ارزوي، د رپوټونو له مخې، نږدې زر پولیس او اور وژونکي ټپیان شوي هم دي.
ټرمپ د تاوتریخوالي په غبرګون کې له اروپايي حکومتونو وغوښتل چې مخکې له دې چې وضعیت نور هم خراب شي، خپلې پولې وتړي او د کډوالۍ بهیر کنټرول کړي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس هم د اروپا د کډوالۍ پر سیاستونو نیوکه کړې ده. ونس په ټولنیزه شبکې (اېکس) کې د یوه پیغام په ترڅ کې استدلال کړی چې لوېدیځ حکومتونه پر تنوع او له حده زیاتې اندازې خواخوږۍ ټینګار کوي خو د کډوالو د ادغام او په ټولنه کې د یووالي مهمو مسئلو ته یې کافي پاملرنه نه ده کړې.
د ونس له څرګندونو سره یوه ویډیو هم خپره شوې چې د فرانسې په لیموژ ښار کې د ښاروالۍ ودانۍ په اور کې سوځي. ونس ویلي چې اروپايي مشران د خپلو سیاستونو د احتمالي پایلو په اړه مخکې له مخکې خبرداري ترلاسه کړي وو.
هغه زیاته کړه چې هیله لري فرانسه وکولای شي مخکې له دې چې نورو تاریخي ودانیو ته یې زیان ورسېږي روانې ناکرارۍ مهار کړي.
ونس د امریکا سیاست ته هم اشاره کړې او خبرداری یې ورکړی چې په فرانسه کې روانې پېښې باید د متحده ایالتونو لپاره د عبرت درس وګرځي. هغه ادعا کړې چې د اروپايي حکومتونو دا ډول تګلاره هغه راتلونکی ده چې د امریکا د کانګرس دیموکراتان یې د خپل هېواد لپاره غواړي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې متحده ایالتونه د نومبر د درېیمې نېټې د کانګرس ټاکنو ته چمتووالی نیسي. په دغو ټاکنو کې به رایه ورکوونکي د استازو جرګې او سنا مجلس د څوکیو لپاره پرېکړه کوي.