د فرانسې د پوهنې وزیر ګابریل اتال وایي پلان لري د دې هیواد په ښوونځیو کې د هغو لباسونو [عبایې] اغوستل بند کړي، چې مسلمانې نجونې او ښځې یې اغوندي. وايي چې دا ډول جامې د پوهنې په برخې کې د فرانسې د سیکولر قوانینو څخه سرغړاونه ده.
د پوهنې وزیر یکشنبه اګست ۲۷ (وږي۵) د یو سیمه ایز تلویزیون سره په مرکې کې ویلي چې تر دې وروسته به د دې ډول جامو اغوستل په ښوونځیو کې امکان ونلري او زیاته یې کړه چې د را روان تعلیمي کال د پیل څخه وړاندې به د ټولو ښوونځیو مشرانو ته پدې هکله هدایت ورکړل شي.
هغه زیاته کړه، " نور به په ښوونځيو کې د عبایې اغوستل امکان ونلري. د سپټبمر تر څلورمې نیټې د ټول هیواد ښوونځیو مشرانو ته په ملي کچه ښکاره حکمونه ورکوم".
په فرانسې کې ښي اړخو او سخت دریځو ښي اړخو په ښوونځیو کې د دا ډول جامو په اغوستو د بندیز غوښتنه کوله خو کین اړخي بیا استدلال کوي چې دا ډول کړنې په مدني آزادیو کې لاسوهنه ده. د فرانسې په ښوونځیو کې وار د مخه د ټیکري په سر کولو بندیز دی.
ویل کیږي چې د فرانسې په ډیرو ښوونځیو کې مسلمانې نجونې او میرمنې عبایې اغوندي او د همدې موضوع پر سر د ښوونځیو د ښووونکو او د زده کوونکو د میندو او پلرونو تر منځ جنجالونه هم پیدا شوي.
د فرانسې د پوهنې وزیر پدې مرکې کې ویلي کله چې یو زده کوونکي ټولګي ته ننوځي، باید د جامو اغوستو له کبله ونه پیژندل شي چې د کوم مذهب پیرو دی. وزیر ویلي چې د عبایې اغوستل مذهبي بڼه لري.
په فرانسې کې د یو قانون له مخې چې په ۲۰۰۴ کال کې منظور شوی، په ښوونځیو کې زده کوونکو د هغو ځانګړو جامو اغوستو څخه منع شوي چې په اغوستو سره یې معلومیږي یو زده کوونکي په ښکاره توګه د کوم مذهب سره تړاو لري.
پدې سمبولونو کې یوازې د اسلام نه بلکې د یهودیت او عیسویت مذهبي سمبولونه هم شالم دي.
د فرانسې په ښوونځیو کې تر دې دمه د نجونو او میرمنو لخوا د عبایې په اغوستو بندیز نه و خو د پوهنې وزیر تیر کال د نومبر په میاشت کې ویلي چې که چیرته د د دې ډول جامو اغوستل پداسې ځانګړې توګه وکارول شي چې مذهبي تړاو ترې څرګند شي، ښایي په اغوستو یې بندیز ولګول شي.
د فرانسې په ښوونځیو کې د زده کوونکو د جامو په هکله بحثونه وروسته تر هغه تاوده شول چې د چیچنیا یو کډوال د یو ښوونکي څخه پدې خاطر سر پرې کړ چې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد ص کاریکاتورونه یې زده کوونکو ته ښودلي و.