د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون نن دوشنبه (اکتوبر۲۶) اعلان وکړ چې حکومت به یې د روانو مظاهرو د ارمولو لپاره یو لړ قوي اقدامات کوي.
مکرون د فرانسې د مارسیلي سیمې ته تللی و چې د مظاهرو له کبله اوښتي زیانونه په خپلو سترګو وویني او ویې ارزوي.
نوموړي خبریالانو ته وویل چې له خپل حکومت څخه یې غوښتي چې د دغه مدني خوځښت [مظاهره کوونکو] «مشروع غوښتنو ته ځواب» وايي.
هغه ومنله چې په راتلونکو اونیو کې د نورو نا ارامیو خطر هم شته، دا خبره د فرانسې د کورنیو چارو وزیر هم کړې وه.
د رویټرز خبري اژانس راپور وايي مظاهره کوونکو د مظاهرو د کمولو کومه نښه نه ده څرګنده کړې.
په فرانسې کې نهه ورځې مخکې مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتي، چې یو شمېر کسان په کې ژوبل شول او ګڼ نور ونیول شول.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د شنبې د ورځې تر پلان شویو مظاهرو مخکې د دغه هېواد بېلا بېلو ښارونو ته ۷۰۰۰۰ پولیس واستول.
په فرانسې کې زده کوونکي او نور خلک د ژوند د ورځنیو لګښتونو د زیاتوالي او عامه خدمتونو د کموالي په ضد مظاهرې کوي.