جي-۷ هیوادونه د چین په منرالونو تکیه کموي

په پاریس کې د جي-۷ هېوادونو د سوداګرۍ د وزیرانو غونډه

د نړۍ اوه ستر صنعتي هېوادونه یا (جي-۷) د مهمو منرالونو د پالیسۍ د همغږۍ لپاره د یوې دایمي دارالانشا پر جوړولو غور کوي چې له مخې به یې د چین پر منرالونو ددغو هېوادونو تکیه کمه شي.

احتمال شته چې دا اداره د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د نړیوالې انرژۍ ادارې په چوکاټ کې ځای پر ځای شي. دا موضوع د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په پاریس کې د جي-۷ د وزیرانو د غونډې پر مهال مطرح شوې ده.

دا وړاندیز د پرمختللو اقتصاد لرونکو هیوادونو هغه پراخه هڅه څرګندوي چې غواړي د چین پر هغو موادو خپله اتکا راکمه کړي چې د دفاع، پاکې انرژۍ، تولیداتو او ټکنالوژۍ لپاره حیاتي اهمیت لري.

چین د دغو منرالونو په تولید او پروسس کې تر ټولو پیاوړی نړیوال ځواک ګڼل کېږي.

د فرانسې مشرتابه د جي-۷ د سوداګریزو خبرو لپاره څلور لومړیتوبونه ټاکلي دي. تمه کېږي وزیران د صنعتي اضافي ظرفیت پر موضوع خبرې وکړي، هغه ستونزه چې د ازادې سوداګرۍ بهیر ګډوډوي او له اوږدې مودې راهیسې په ځینو اقتصادونو کې د دولتي سابسیډي له امله د شخړو سرچینه بلل کېږي.

دوهم مهم بحث اقتصادي امنیت دی، په ځانګړي ډول د هغو مهمو منرالونو د اکمالاتي سرچینو متنوع کول دي چې په چېپونو، د برقي موټرو په بطریو او ځواکمنو مقناطیسونو کې کارول کېږي.

د اجنډا په نورو مواردو کې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان (WTO) اصلاحات هم شامل دي. دا اقدام وروسته له هغې کیږي چې د مارچ په میاشت کې د دې سازمان د خبرو اترو وروستی پړاو ناکام شو. همدارنګه د پولو هاخوا د برېښنايي سوداګرۍ پر لېږدونو د مقرراتو سختول هم د بحث برخه ده، ځکه دا ډول لېږدونو د لوېدیځو هېوادونو بازارونه ډک کړي او د ګمرکي محصولاتو له ورکړې یې ځانونه ژغورلي دي.

واشنګټن تېر کال د هغو کوچنیو بستو لپاره د تعرفې معافیت پای ته ورساوه چې ارزښت یې تر ۸۰۰ ډالرو کم وي. اروپايي ټولنه هم پلان لري چې د روان اوړي له موسم څخه پر هغو بستو چې ارزښت یې تر ۱۵۰ یورو کم وي، یو ثابت ګمرکي محصول ولګوي.

د امریکا د سوداګرۍ استازي جېمیسن ګرېر له خپلو بریتانیايي، کاناډايي، فرانسوي، جرمني، ایټالیایی او جاپاني سیالانو سره په دې دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړ.

ګرېر د سې شنبې په ورځ د فرانسې د سوداګریزې ټولنې له استازو سره په غیررسمي لیدنه کې وویل، واشنګټن د سوداګرۍ پالیسۍ ته د فرانسې د جي-۷ د مشرتابه له لومړیتوبونو سره د بشپړونکي عنصر په سترګه ګوري. هغه زیاته کړه چې متحده ایالتونه چمتو دي، هم په یوازې ځان او هم له هغو شریکانو سره چې همکاري غواړي، اقدام وکړي.

د موټرو د سوداګرۍ په برخه کې، واشنګټن پر اروپايي ټولنې فشار راوړي څو د تېر کال په سکاټلنډ کې د ټرنبېري په تړون کې منل شوي شرطونه په بشپړ ډول عملي کړي. د دغه تړون له مخې پر اروپايي موټرو د امریکا تعرفه تر ۱۵ سلنې محدوده شوې ده.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که د تړون د عملي کېدو په اړه اندېښنې هوارې نه شي، دغه تعرفې ښايي ۲۵ سلنې ته لوړې شي.

د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ کمېشنر ماروش شېفچوویچ وویل، ده او ګرېر د سې شنبې په لیدنه کې موافقه وکړه چې باید د ټرنبېري تړون ته درناوی وشي او عملي شي.

ټاکل شوې ده چې د جي-۷ د مشرانو سرمشریزه د جون له ۱۵مې تر ۱۷مې پورې د فرانسې په اېویان ښار کې ترسره شي.