د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو (G7) د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ د نوامبر ۹مه په پاریس کې دوه ورځنۍ غونډه پیل کړې، چې په کې به د اوکراین جګړه، له ایران سره د شخړه، د انرژۍ امنیت او د مصنوعي ځیرکتیا په ګډون پر مهمو نړیوالو موضوعاتو خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ پاریس ته ورسېد. روبیو به د دې غونډې ترڅ کې له خپلو بریتانیايي، کاناډايي، فرانسوي، جرمني، ایټالیايي او جاپاني سیالانو سره هم خبرې وکړي.
روبیو د غونډې له پیل مخکې وویل، د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو په صورت کې د دغه هېواد او د اروپا د امنیت لپاره د تضمینونو موضوع د امریکا او متحدینو ترمنځ په خبرو کې مهم ځای لري.
هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې د جګړې له پای وروسته د امنیتي جوړښت په اړه ځینې پرمختګونه شوي، خو تر اوسه کومه نهايي هوکړه نه ده شوې.
د امریکا ځانګړي استازي سټیف وېټکاف او جېرډ کوشنر هم ټاکل شوې چې په متحده عربي اماراتو کې له اوکرایني او روسي چارواکو سره د احتمالي هوکړې او د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واډېفول ویلي، اروپا باید په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو د هرې هڅې برخه وي.
له بلې خوا، له ایران سره روان کړکېچ او د هغه د پای ته رسولو ډیپلوماتیکې هڅې هم د جي اووه هېوادونو د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه دي.
روبیو خبریالانو ته ویلي، واشنګټن له ایران سره د خبرو له لارې د ستونزې حل ته لومړیتوب ورکوي، خو د ده په وینا، د تهران غوښتنې تر اوسه د خبرو د پرمختګ مخه نیولې ده.
هغه ټینګار وکړ چې امریکا د داسې ایران د رامنځته کېدو مخنیوی مهم بولي چې اټومي وسلې ولري.
د ایران اړوند کړکېچ د هرمز تنګي او سره سمندرګي په ګډون په مهمو سمندري لارو کې د بېثباتۍ او د انرژۍ د بیو د لوړېدو اندېښنې هم زیاتې کړې دي.
د فرانسې په کوربهتوب د جي اووه په غونډه کې به د مصنوعي ځیرکتیا، د انرژۍ امنیت، د اوکراین د ملاتړ او د افریقا او چین په اړه هم خبرې وشي. فرانسې د برازیل، مصر، سعودي عربستان او اوکراین استازي هم د ځینو بحثونو لپاره بللي دي.
د جي اووه ډله د امریکا، بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان څخه جوړه ده. د دې ډلې مشران او د بهرنیو چارو وزیران په منظم ډول سره غونډې کوي، څو د نړیوالو سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو په اړه د خپلو هېوادونو دریځونه همغږي کړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پاریس د غونډې په پای کې د ګډې اعلامیې د خپرېدو تمه نه کېږي.