​د  ژنیو غونډه؛ د افغانستان د راتلونکي په اړه بحث

په ژنیو کې د افغانستان د "عدالت، حقیقت موندنې ، د پخلاینې لټه او په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د بیا رغونې بنسټونه" تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه.

دغه غونډه دوشنبه، د غويي پر ۲۱مه په ژنیو کې د بهرنیو هېوادونو سفیرانو ، ملګرو ملتونو استازو، مدني فعالانو او د بشري حقونو د کارپوهانو په ګډون پیل شوه.

د افغانستان بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنیټ د غونډې ګډونوالو ته پخپلو خبرو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت خورا بوږنوونکی وباله او ټینګار یې وکړ چې دا سیستماتیکه ځپنه د "بشریت پر وړاندې جنایت" ګڼل کېږي.

ښاغلي بینیټ ویلي چې "نړیوال جرمونه، هر وخت او هر ځای چې ترسره کېږي، باید عاملین یې حساب ورکولو ته راکش کړل شي. "

په ژنیو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندېشه په خپلې وینا کې د افغانستان د راتلونکي لپاره پر هغو بنسټیزو اصولو ټینګار وکړ چې د روانې غونډې اصلي هدف دی. ښاغلي اندیشه ویلي، د " اساسي قانون پر بنسټ یو ټولګډونه داسې نظام چې بشري حقونه او ځواب وینه په کې د راتلونکي نظام اصل وي چې له مخې يې افغانستان یو خپلواک، سوله‌ییز او د خپلو وګړو او سیمې لپاره خوندي هېواد وي".

په ژنیو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د معلوماتو له قراره،

تیر٢٠٢٥ کال د مې په میاست کې د همدې هدف لپاره د ترکيې په انتالیا کې غونډه جوړه شوې وه خو په سږنۍ غونډه کې د افغانستان د دمکراتیکو سازمانونو د استازو تر څنګ د ملګرو ملتونو او نړیوال بنسټونو استازي هم ګډون لري.

د غونډې بلې ګډوانوال، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې ډاکټرې سیما سمر وویل،

"سوله یوازې د وسلو خاموشي نه ده، بلکې د یوې داسې ټولنې جوړول دي چې خلک په کې په عزت سره ژوند وکړي".

نوموړې ټینګار وکړ چې راتلونکې هر ډول سیاسي بهیر باید د ښځو پر مشارکت، د قربانیانو پر حقونو او د بشري حقونو پر ارزښتونو پر بنسټ ولاړ وي.

د روا دارې د سازمان اجرائیوي رئیسې شهرزاد اکبر هم د ژنیو په غونډه کې د ګډون څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل چې په افغانستان کې د انتقالي عدالت د راتلونکي د څیړلو لپاره، د هیواد تیر باید په دقت او صادقانه توګه وارزول شي.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د ځواب ویلو د خپلواک میکانیزم په رامنځته کولو، انتقالي عدالت او د ټولګډون حکومت د جوړېدو په تړاو بحث او څېړنه شوې .