د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین تر منځ پرته له کومې هوکړې د دریم پړاو د ناستې پای

د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین خبرې له کوم مهم پرمختګ پرته په ژینو کې پای ته ورسېدې. خو په همدې حال کی د امریکا، اوکراین او روسیې چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې واشنګټن پر دواړو لورو فشار راوړي څو د ځمکنۍ جګړې له دوام سره سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

د امریکا ځانګړي استازي سټیف وېټکاف د اېکس په ټولنیزې شبکې کې وویل چې وروسته له هغې چې متحدو ایالتونو د درې اړخیزو خبرو د درېیم پړاو تنظیم او منځګړیتوب وکړ، دواړو لورو هوکړه وکړه چې خپلو مشرانو ته معلومات او «د یوې هوکړې پر لور کار ته دوام ورکړي.»

هغه زیاته کړه چې د واشنګټن هڅو «د پام وړ پرمختګ» رامنځته کړی دی.

دا خبرې چې د امریکا له خوا تنظیم شوې وې، تر دې مخکې په ابوظهبي کې له شویو ناستو وروسته ترسره شوې او د چهارشنبې په ورځ شاوخوا دوه ساعته وروسته پای ته ورسېدې.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وویل چې خبرې «اسانه نه وې»، خو دا یې هم تایید کړه چې دواړو لورو د خبرو او هڅو د دوام هوکړه کړې ده. هغه وویل چې په پوځي موضوعاتو کې پرمختګ شوی، په ځانګړي ډول د راتلونکې اوربند د څارنې د څرنګوالي په اړه چې امریکا به هم پکې ګډون ولري.

هغه زیاته کړه چې سیاسي اختلاف ، په ځانګړي ډول د ختیځ اوکراین د هغو سیمو په سر اختلافات چې د روسي ځواکونو تر ولکې لاندې دي لا هم پر ځای پاتي دي.

د اوکراین د پلاوي مشري رستم عمروف کوله، او نوموړي خبرې مهمې او جدي وبللې. هغه وویل چې بشري موضوعات، لکه د بندیانو تبادله او د ملکي وګړو خوشې کول، د بحثونو اساسي برخه وه.

د روسیې دولتي خبري اژانس( آر آی اې نواستي) راپور ورکړ چې مسکو هم تایید کړې چې خبرې به دوام ومومي. د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف وویل چې د پایلو په اړه خبرو دپاره لا ډېر وختي دی، او د روسیې د پلاوي مشر ولادیمیر مېدینسکي خبرې «له سختیو ډکې خو مسلکي» وبللې.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د بلومبرګ له تلویزون سره په مرکې کې وویل تمه نه کېږي دا جګړه دې، د هغه څه په اساس، چې ډېر یې د دواړو لوریو لپاره «دودیزه ماتې» بولي، بنده شي او ټېنګار یې وکړ چې سخته ده روسیه دې خپلو لومړیو او لویو هدفونو ته ورسېږي.

هغه وویل چې د مسکو تقاضا اوس د اوکراین د ۲۰ فیصده خاورې په ټېنګولو پورې محدوده شوې او دا به د اوکراین له لوري د «سختو» امتیازاتو له غوښتلو سره مله وي.

روبیو وویل د داسې یوې فارمولې موندل، چې اوکراین ته د منلو او روسیې ته د زغم وړ وي، سخت دي، هغه په احتیاط سره وویل چې «شاید نتیجه ورنه کړي» خو متحده ایالتونه به د یو هدف د ترلاسه کولو لپاره فشار روان وساتي.