د جرمني د فدرالي احصايې ادارې د تازه خپرو شويو شمېرو له مخې، تېر کال له افغانستان څخه جرمني ته د کډوالۍ په شمیر کې د پام وړ کموالی ثبت شوی دی.
شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې له افغانستان څخه جرمني ته کډوالي ۴۱ سلنه راکمه شوې، چې دا د اروپا تر ټولو ستر اقتصادي ځواکمن هیواد جرمني ته د کډوالۍ په برخه کې عمومي کموالی څرګندوي.
د افغان وګړو ترمنځ د کډوالۍ کچه شاوخوا ۱۹ زرو کسانو ته راکمه شوې ده. دیته ورته کمښت د هغو نورو هېوادونو د وګړو په کډوالۍ کې هم ثبت شوی.
له سوريې څخه د کډوالو شمیر کډوالي شاوخوا ۲۵ زرو کسانو ته راکم شوی، او له اوکراين څخه دغه شمېر ۹۶ زرو کسانو ته ټيټ شوی دی.
په ټوله کې، په ۲۰۲۵ کال کې جرمني ته د کډوالو ورتګ شاوخوا ۲۳۵ زرو کسانو ته راټيټه شوې، په داسې حال کې چې دغه شمېر په ۲۰۲۴ کال کې ۴۳۰ زره و.
د کال په اوږدو کې نږدې ۱.۴۸ ميليونه کسان جرمني ته کډه شوي، خو په همدې موده کې شاوخوا ۱.۲۵ ميليونه کسان له دغه هېواده وتلي هم دي.
دا شمېرې ښيي چې جرمني لا هم د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره يو مهم ځای پاتې شوی دی. خو د نوو راتلونکو کسانو بهير د پخوانيو کلونو په پرتله د پام وړ سوکه شوی دی.
جرمني د ۲۰۱۵ کال د اروپايي کډوالۍ د بحران راهيسې د کډوالو په منلو کې مهم رول لوبولی دی.
په هغه وخت کې سلګونه زره کسان چې له جګړو او بېثباتۍ څخه تښتېدلي وو، په دغه هېواد کې يې د پڼاه غوښتنه وکړه. وروسته بیا په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته، جرمني د افغانانو لپاره د کډوالۍ او خونديتوب لارې پراخې کړې چې پکې د پناه غوښتنې پروسې، د کورنۍ د يوځای کېدو پروګرامونه هم پکې شامل و.
کډوالي لا هم په جرمني او د اروپا په نورو هېوادونو کې يوه مهمه سياسي موضوع ګڼل کېږي.
په وروستيو کلونو کې د جرمني حکومتونو د سرحدي او کډوالۍ د کنټرول چارې لا کلکې کړې دي خو په عين وخت کې يې هڅه کړې چې د کارکوونکو له کمښت سره مخ بیلا بیلو کاري سکټورونو ته لازم بشري ځواک برابر کړي.
وروستۍ احصايې په اروپآ کې دننه د کډوالۍ د بدلېدونکو پالیسیو څرګندونه هم کوي.
چارواکي وايي، دغه شمېرې په ټوله اروپا کې د نفوسو او کډوالۍ متفاوت بهیر څرګندوي، ځکه اقتصادي شرايط، د کار بازار فرصتونه او د کډوالۍ پاليسیو لا هم په اروپا کې دننه او دې لویې وچې ته د خلکو پر تګ راتګ اغېز لري.