د جرمني پولیس وايي هغه کس يي د نښتې پر مهال وژلی چې په پلازمېنې برلین کې د همجنسبازانو د لاریون پر مهال خپل موټر پر خلکو خېژولی و.
تر دې مخکې، پولیسو ویلي وو چې دغه کس خلک په موټر وهلي چې له امله يې یو تن وژل شوی او ۲۹ تنه ټپیان دي.
پېښه د شنبې په شپه [جولای ۲۶مه] د برانډنبورګ دروازې ته نږدې چې د اروپا د همجنسبازانو کلنی لاریون پکې تنظیم شوی و، رامنځته شوې ده.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الګساندر ډوبرینټ وویل: "هر هغه څه چې موږ یې دلته وینو دا په ګوته کوي چې موږ د یو اسلامي ترهګریز برید سره مخ یو."
جرمن چارواکو زیاته کړې چې مشکوک کس "په تېر کې د ډېرو جرمونو، د افراطي کېدو او په اسلامپالو ځایونو کې د غړیتوب له لارې، پام ځانته اړولی و."
د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایې چې مشکوک کس عبدل نومېږي او ۲۱ کاله عمري لري. د چارواکو په وینا دی له کورنۍ اړخه لبنانۍ رېښې لري او په ۲۰۰۵ کال په جرمني کې زېږدلی دی.
د جرمني لومړي وزیر فریدریک مېرز د یکشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې لیکلي چې دغه برید به "عواقب" ولري.
مېرز زیاته کړې: "موږ به د عواقبو په اړه فکر وکړو، موږ به د خپلې ازادۍ نه دفاع وکړو."
د برلین ښارول کای وېګنر چې د کورنیو چارو د وزیر سره په ګډه د پېښې سیمې ته ورغلی و، ویلي چې ښايی پېښه یو ترهګریز برید وي. ده زیاته کړې: "ښايي د یو بل سره زموږ د یو ځای ژوند کولو پر دود، زموږ پر لېبرال ډیموکراسۍ، زموږ پر هرکلي او ازادۍ یو اسلامي ترهګریز برید وي."
دا لاروښانه نه ده چې ایا مشکوک کس یوازې و که نور کسان هم ورسره ملګري وو ځکه چې پولیسو ویلي ښايي نور کسان هم د بریدګر له موتر څخه راښکته شوي وي. د برلین نه خپرېدونکی د آر بي بي ټلوېزیون خبر ورکړی چې پولیسو یو ایرانی چې په موټر کې و، نیولی دی.
په وروستیو کلونو کې په جرمني کې څو ورته پېښې رامنځته شوې چې له کبله يې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۲۶ کال د مې په میاشت کې یو سړی چې ګمان کېده دماغی ناروغي لري، په لېپزیک کې پر خلکو خپل موټر وروست. پدې پېښه کې دوه کسان ووژل شول او درې تنه ټپیان شول.