جرمني وايي د افغان کډوالو د شړلو بهیر یوازې په مجرمینو پورې محدود ندی

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت

د جرمني حکومت تائید کړې ده چې د سه شنبې په ورځ (جولای ۲۸) له دغه هېواد څخه په ایستل شویو ۳۱ افغان کډوالو کې یو داسې کس هم شامل دی چې هیڅ جرمي سابقه نلري.

جرمني په دې وروستیو کې د هغو کډوالو د شړلو بهیر چټک کړی چې د پناه غوښتنې یې رد شوي او په دغه هېواد کې جرمي سابقه لري، خو په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې، دا لومړی ځل دی چې داسې یو افغان کډوال هم بیرته افغانستان ته ستنوي چې جرم یې نه دی کړی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت زیاتره اخراج شوي کسان په قتلونو، جنسي تیریو او نور جرمونو کې لتاړ بللي دي او د هغه افغان کډوال د ایستلو په تړاو، چې جنايي سابقه یې نه لرله، ویلي چې په جرمني کې د دې ډول افغانانو دوسیې د ایالتونو په کچه په انفرادي ډول ارزول کېږي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاندې ایلینا سینګر امریکا غږ ته په استول شوي لیکلي پیغام کې وویل، "د استوګنې د قانون له مخې، بهرني اتباع چې د هېواد پرېښودو مکلفیت ولري... او د ایستلو پر وړاندې یې کوم انفرادي قانوني خنډ موجود نه وي، باید وایستل شي. له همدې امله، د استوګنې د قانون د پلي کولو مسؤل ایالتونه د هرې قضیې په اړه په انفرادي ډول د بېرته ستنولو پرېکړه کوي."

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي دغه افغان هڅه کړې وه چې په یو بل اروپایي هېواد کې پناه ترلاسه کړي، وروسته بېرته جرمني ته ستون شوی و، او د ایستلو حکم یې صادر شوی و.

دوبرینت وویل،"په وروستیو اونیو کې مو فدرالي ایالتونو ته په ډاګه کړه چې افغانستان ته د هغو کسانو ستنول په راتلونکي کې هم ممکن دي، چې د جرمني د پرېښودو مکلفیت لري او دا به یوازې تر خورا خطرناکو مجرمانو پورې محدود نه وي."

دې موضوع په جرمني کې د افغان پناه غوښتونکو، په ځانګړي ډول د هغو کسانو اندېښنې زیاتې کړې دي چې د پناه غوښتنې دوسیې یې لا هم تر ارزونې لاندې دي او هیڅ جنايي سابقه نه لري.

د جرمني په لایپزیګ کې یو شمېر افغانانو او د بشري حقونو فعالانو له دغه هېواد څخه د جرمي سابقې نه لرونکو کډوالو په شړلو اعتراض وکړ او د جرمني له حکومت څخه یې وغوښتل چې افغان کډوال افغانستان ته ونه شړي.

د لاریون یو ګډوان وال راز محمد راز امریکا غږ ته وویل، "موږ د جرمني له حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوو چې هغه افغان کډوال چې د پناه غوښتنې منفي پرېکړه یې ترلاسه کړې وي، په اتومات ډول دې افغانستان ته نه ډیپورټ کېږي. د هغوی دوسیې باید په دقت، عادلانه او د بشري حقونو د معیارونو له مخې وڅېړل شي، او که د اوسېدو قانوني شرایط پوره کوي، باید د استوګنې قانوني اسناد ورکړل شي."

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي فدرالي حکومت له ایالتونو سره د هغو ځوانو افغان نارینه وو د ایستلو په برخه کې همکاري کوي چې باید افغانستان ته ستانه کړل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر اندېښنه ښودلې چې د کوربه هېوادونو له خوا د افغانانو جبري ستنول د هغوی د بشري حقونو د نقض سبب کېدای شي.

د دغه دفتر ویاند، جرمي لارنس امریکا غږ ته په ځانګړې مرکه کې وویل: «موږ له هېوادونو غوښتنه کوو چې افغانستان ته د پناه غوښتونکو او کډوالو له ستنولو مخکې د هر شخص وضعیت په انفرادي ډول وارزوي، څو ډاډ ترلاسه شي چې د هغوی بشري حقونه، په ځانګړي ډول د جبري نه ستنولو اصل، تر پښو لاندې نشي.»

تر دې وړاندې، د اروپا د پارلمان غړې هانا نیومن، چې په دغه پارلمان کې د جرمني استازیتوب کوي، هم افغانستان ته د هغو افغانانو د ایستلو په اړه چې جنايي سابقه نه لري، اندېښنه ښودلې وه.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې له جرمني څخه د افغان کډوالو د شړلو د بهیر د بیا پیل کېدو راهیسې لږ تر لږه ۲۰۰ کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.