غني د شانګهای سرمشریزه کې د ګډون لپاره بیشکیک ته لاړ

جمهور رئیس غني سره په دې سفر کې یو لوړ پوړی دولتي پلاوی هم ملګرتیا کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د شانګهای په ۱۹ مه سرمشریزه کې د ګډون لپاره نن د پنجشنبې په ورځ ( غبرګولي ۲۳ مه)د یو لوړپوړې دولتي پلاوي په مشرۍ د قرغیزستان مرکز بیشکیک ته تللی دی.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي، رسنیو ته په یوه استولې لنډه اعلامیه کې ویلي، چې جمهور رئیس غني به د شانګهای سرمشریزې ته د وینا سربیره د دغې ناستې په څنډو کې د دغې ټولنې د یو شمیر مشرانو سره هم خبرې وکړي.

په بیشکیک کې د شانګهای سرمشریزه نن پرانیستل کیږي او سبا د جمعې په ورځ به هم دوام ومومي.

د شانګهای سازمان په ۲۰۰۱ کال کې فعالیت پیل کړی او اوس مهال یې د غړو شمیر اتو ته رسیږي.

چین، قزاقستان، قرغیزستان، روسیه، تاجکستان، ازبکستان، هندوستان او پاکستان د دغه سازمان غړي دي.

افغانستان د شانګهای په سازمان کې د څارونکي په توګه ګډون کوي.

د افغانستان سربیره ایران بیلاروس او منګلولیا هم د دغه سازمان په غونډو کې د څارونکو په توګه ګډون کوي.

افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان حکومت د شانګهای د سازمان د غړیتوب لپاره خپل غوښتنلیک دغه سازمان ته سپارلی، خو تراوسه پرې بحث نه دی شوی.

افغانستان تمه لري، چې د دغه سازمان غړیتوب به په نږدې راتلوونکي کې ترلاسه کړي.

پاکستان او هندوستان په ۲۰۱۷ کال کې د شانګهای د سازمان غړیتوب ترلاسه کړی دی.