د خلیج هیوادونه: حزب الله ترهگره ډله ده

په ٢٠٠٨ کال کې د سعودي او ایران د سیالۍ په نتیجه کې د ساد حریري او حزب الله ترمنځ سیاسي مخالفت په لبنان کې په لنډمهاله کورنۍ جگړې اوښتی و.

د خلیج د همکارۍ د شورا شپږو غړو هیوادونو د چارشنبې په ورځ حزب الله د یو ترهگر سازمان په توگه ونوماوه. حزب الله په لبنان کې عمدتاً شیعه ډله ده چې ویل کیږي د ایران لخوا یې کلک ملاتړ کیږي.

د خلیج عربي هیوادونو په ٢٠١٣ کې د حزب الله پر غړو باندې په دې خاطر بندیزونه ولگول چې د هغوی په وینا دغه ډله د جمهور رئیس بشارالاسد د ملاتړ لپاره د سوریې په جگړه کې مداخله کوي.

پخوا یوازې سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او بحرین حزب الله ترهگره ډله گڼله خو د خلیج د شورا سکتر جنرال عبداللطیف الزایاني په ریاض کې نن په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې اوس د خلیج د همکارۍ شورا په ډله ییزه توگه تصمیم ونیو چې حزب الله ترهگره ډله ده.

ښاغلي زایاني په اعلامیه کې ویلي دي چې "په داسې حال کې چې دغه ملیشه ډله [حزب الله] تروریستي عملیاتو ته دوام ورکوي، د خلیج د همکارۍ د شورا غړو هیوادونوتصمیم ونیو چې هغه یو ترهگر سازمان وگڼي او لازم اقدامات به ترسره کړي چې په دې هکله د خلیج د شورا او د نړیوالې ټولنې د ترهگرۍ ضد ورته قوانیو مطابق خپل تصمیم پلی کړي".

دا تصمیم په داسې حال کې نیول کیږي چې د حزب الله مشر سید حسن نصرالله تیره ورځ په خپله وینا کې وویل چې سعودي عربستان د لبنان د پوځ ته د مرستو په بندولو سره دغه هیواد د سیاسي کړکیچ یو نوي پړاو ته ورټیله کړی دی.

ښاغلي نصرالله همداشان سعودي عربستان په دې غندلی دی چې د هغه په وینا د لبنان په ناآرامیو کې لاس لري. د اسوشیتد پرس په لیکنه لبنان د ایران او سعودي د سیالۍ ډگر شوی دی او ددې سیمې تاوتریخوالی د منځني ختیځ گوټ گوټ ته په پراخیدو دی.

له بلې خوا ښاغلي زایاني حزب الله د خلیج د همکارۍ د شورا پر ضد په دښمنانه اعمالو تورن کړ او ویې ویل چې حزب الله ځوانان "ترهگریزو بریدونو، د وسلو او چاودیدونکو توکیو قاچاق، د نفاق پراخولو او د تاوتریخوالي او گډوډۍ رامنځ ته کولو" ته هڅوي.

سني مذهبه سعودي عربستان چې د خلیج د همکارۍ د شورا ستر غړی هیواد دی په لبنان کې د سني سیاستوال ساد الحریري څخه په ملاتړ سره په هغه هیواد کې خپل نفوذ پراخوي.

په ٢٠٠٨ کال کې د سعودي او ایران د سیالۍ په نتیجه کې د ساد حریري او حزب الله ترمنځ سیاسي مخالفت په لنډمهاله کورنۍ جگړې واوښته. خو ښاغلي نصرالله ویلي دي چې دا ډول شخړه به بیا تکرار نه شي.