د یونان ساحل ساتونکو د کډوالو په یوې کښتۍ کې ۱۳ مړي موندلي

د ارشیف عکس

د یونان ساحل ساتونکو د دوشنبې په ورځ (نومبر ۹) وویل چې د مدیترانې په سمندرګي کې یې له یوې کښتۍ څخه د ۱۳ کډوالو مړي موندلي او ۱۸ ژوندي پاتې کسان یې ژغورلي دي.

د مراکش بیرغ لرونکې یوې بار وړونکې بیړۍ عملې د دوشنبې په سهار د کډوالو دا کښتۍ د یونان د کریت ټاپو ته نږدې لیدلې وه. ساحل ساتونکو ویلي چې مړي او ژغورل شوي کسان یې وچې ته لیږدولي او په څلورو کسانو کې چې روغتون ته انتقال شوي، یو کس مړ شوی دی.

په کښتۍ کې د ۱۳ کډوالو د مړینې علت په سمدستي توګه نه دی څرګند شوی خو چارواکو ویلي چې دا کښتۍ ښايي د څو ورځو راهیسې په سمندر کې د سختو بادونو له امله سرګردانه وه.

یونان له اوږدې مودې راهیسې اروپا ته د منځني ختیځ، افریقا او اسیا د کډوالو لپاره مهمه لار بلل کېږي.

که څه هم په وروستیو کلونو کې د پولو او سمندري لارو د څار د زیاتېدو له امله د کډوالو شمېر کم شوی دی، خو چارواکي وايي چې د هغو کډوالو شمېر زیات شوی چې د لیبیا له لارې له سودان، بنګله دېش او داسې نورو هېوادونو څخه اروپا ته د تللو هڅه کوي.

د یونان ساحل ساتونکو ویلي چې د دوشنبې په ورځ یې په درې نورو پیښو کې د کریت ټاپو ته نږدې لږترلږه ۱۸۷ نور کډوال هم ژغورلي دي.

په یوې جلا پیښه کې، د یکشنبې په ورځ د کډوالو یوه بیړۍ د سینیګال ساحل ته څېرمه ډوبه شوې ده. د سینیګال د دولتي رسنیو د راپور له مخې، دا نه ده څرګنده چې په دغه بیړۍ کې څومره کسانو سفر کاوه، خو د ژغورنې په عملیاتو کې لږترلږه ۳۴ مړي موندل شوي دي.