د مکسیکو په ګوادالاخارا ښار کې د فوټبال مینه وال په دې ښار کې د یو ژوبڼ د هغو ځناورو لیدلو ته ځي چې د فوټبال نړیوال جام د لوبو د نتیجو وړاندوینه کوي.
د متحدو ایالاتونو، مکسیکو او کاناډا په ګډ کوربه توب، ددې جام د ۱۶ کوربه ښارونو په کتار کې یو هم د مکسیکو د ګوادالاخارا ښار دی.
ددې ژوبڼ فیلان، پړانګان، بېزوګانې او نور ځناور د اړوندو ټیمونو سره د تړلو خوړو، کمیسونو، بکسونو او توپونو په غوره کولو سره د هغوی د بري اټکل کوي.
د نړیوال جام د ګروپي پړاو څلور لوبې په ګوادالاخارا کې کیږي. د جنوبي کوریا لوبډله په دغه ښار کې د جون په ۱۱مه له چیک سره او د جون په ۱۸مه د ګډ کوربه مکسیکو سره مخامخ کیږي. د جون په ۲۳مه د کولمبیا او کانګو او همدارنګه د جون په ۲۶مه د یوروګوای او هسپانیا لوبه هم په ګوادالاخار کې ترسره کیږي.
د نړیوال جام لوبې د جون په ۱۱مه پیل کیږي او د جولای تر ۱۹مې دوام کوي.
ددې جام له ۱۰۴ لوبو څخه ۷۸ په متحدو ایالتونو کې کیږي، ۱۳ په کاناډا کې او ۱۳ نورې په مکسیکو کې کیږي.