کابل ته د راتگ لپاره د حکمتیار پاتې شرطونه څه دي؟

Your browser doesn’t support HTML5

د حزب اسلامي د ډلې د اجرائیه شورا غړی، عبدالجبار شلگری وایي څو چې د دې ډلې د مشر نوم د ملگرو ملتونو د تور لست نه لرې نشي او افغانستان ته د هغه د راتلو او مصونه اوسیدو لپاره شرایط نه وي برابر شوي، او په دې هکله د دواړو جانبو اتفاق او اطمینان نه وي شوي، گمان نه کوم چې ښاغلی حکمتیار کابل ته راشي.