د غزني ولایتي چارواکي وایي، تیره ورځ ناپیژنده وسله والو د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ د دښتې په سیمه کې دولس مسافر له موټر کوز کړي او له ځان سره یې نامعلوم ځای ته بیولي دي.
د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي امریکا غږ ته وویل، دا دولس مسافر د دغه ولایت د جاغوري ولسوالۍ اوسیدونکي وو، چې ګیلان ولسوالۍ ته په لاره له دوه سراچو موټرو راکښته او تښتول شوي دي.
ښاغلي احمدي وویل "موږ ته د رسیدلو راپورونو له مخې تیره ورځ د قره باغ د ولسوالۍ د دښتې په سیمه کې وسله والو دوه سراچې موټر درولي او بیا یې هغوی د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ ته یوړل".
ښاغلي احمدي وویل وسله والو د دغو دوه موټرو څخه سړي تښتولي خو ښځې او ماشومان یې پریښي دي.
د غزني د والي مرستیال وویل، تښتول شوي مسافر ټول د دغه ولایت د جاغوري ولسوالۍ اوسیدونکي دي.
د غزني د ولایت د والي مرستیال په دغه پیښه کې د اسلامي دولت د جنګیالیو د لاس لرلو احتمال هم رد نه کړ او وې ویل، کیدای شي دا ډله په دغه پیښه کې لاس ولري.
د بلې خوا د جاغوري ولسوال امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د تښتول شوو مسافرو له ډلې دوو یې د سړي تښتوونکو له منګلو ځان خلاص کړی او په تیښته بریالي شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې ددغو مسافرو د تښتولو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
تیره ورځ د غزني ولایتي چارواکو امریکا غږ ته وویل چې د وسله والو یوې ډلې په دغه ولایت کې د یو انجنینر په ګډون څلور ملکي وګړي چې درې یې ډرائیوران وو، د تښتولو او د دریو ورځو لپاره په بند کې د ساتلو وروسته تیره ورځ وژلي او مړي یې په سړک اچولي دي.
نږدې څلور میاشتې وړاندې هم د غزني د ګیلان په ولسوالۍ کې څلور مسافر چې دوه ښځې یو ماشوم او یو ډرائیور وو نامعلومو وسله والو تښتولي او له تراوسه یې څرک نه دی لګیدلی.
د غزني د ولایت جاغوري، مالستان او ناهور ولسوالۍ د دغه ولایت د امنیت له پلوه په مصؤنو ولسوالیو کې شمیرل کیږي او د دغه ولایت د نورو ولسوالیو پرخلاف په کې مخالف وسله وال اصلآ شتون نه لري.