د پي اچ پي سافت ویر د ستونزو د لري کیدو هڅې

په ټوله نړۍ کې دولتونه او شرکتونه د پي اچ پي یا په انټرنټ کې د ژبې د لیکلو په مهم سافت ویر کې د ستونزو د رفع کیدو لپاره لاسل پکار شوي دي.

دغه اقدامات وروسته له هغه وشول چې د هکرانو د احتمالي هڅو په هدف ګڼ شمیر ویبپاڼې د احتیاطي اقداماتو په هدف بندې شوې.

په پي اچ پي کې دغه نیمګړتیاوې د کلونو راهیسې موجودې وې خو اوس د مصنوعي ځیرکتیا یا اې ای په واسطه موندل شوي دي. د PHP جوړونکو او مسولینو د چهار شنبې په ورځ د نصب کولو لپاره نوې معلومات وړاندې کړل او له کاروونکو یې وغوښتل چې دغه معلومات ډیر ژر له ټولو سره شریک کړي.

ددغو نیمګړتیاوو جزیات د نویو اقداماتو د انستال له نهایې کیدو مخکې علنې شوې او ددې لامل شوې چې د رفع کیدو لپاره یې ژر اقدامات وشي. اړوند چارواکي وایي چې ددغه اعلان څخه مخکې، د هکرانو هڅې له زرګونو څخه میلیونونو ته لوړې شوې.

امازون هم د ناوړه ګټې اخیستنې پراخ مورد موندلي دي. د مایکرو سافت اجرایوي مشر ساتیا نادیلا دا پیښه داسې یو څه بللې چې په ډیر وخت کې لیدل شوې نه وه خو هغه د پیچلو او ډیرې استفادې وړ سافت ویرونو په خطراتو ټینګار کړی دی.

د امریکا فضایي ادارې یا یا سا هم په راتلونکو اوونیو کې خپلو هغو انټرنټي برخو ته د ډیرې پاملرنې غږ کړی چې په پي اچ پي تړلي دي.

په جاپان کې د نومورا، میتسوبیشي، یو اف جي، د ریل ګادې په شان لویو کمپینو او شرکتونو خپل انلان خدماتو د لنډ وخت لپاره وځنډول. د جاپان د مالیې وزارت په ګډون یو شمیر دولتي اداراتو هم خپل سیستمونه خاشومه کړي دي.

ورته احتیاطي اقداماتو په فنلنډ او فرانسه کې هم خدمات متاثیره کړي دي. په چین او جنوبي کوریا کې چارواکو د تفتیش د زیاتیدو او د ډیر څار لارښونه کړې ده.

کارپوهانو ویلي که څه هم لویو شرکتونو عاجل اقدامات کړي خو واړه او زاړه سیستمونه به ورځې او اوونۍ وخت ونیسي چې بیرته ځانونه خوندي کړي.