په هایټي کې په زلزلې کې مړو شمیر تر ۱۲ سوو واوښت

پداسې حال کې لا هم د ژغورنې مسؤلین لګیا دې د خاور خزلو لاندې د مړو او ژوندیو پسې ګرځي، خو چارواکي وایي چې د یکشنبې په ورځ په قوي زلزلې کې مړو شویو کسانو شمیر د ۱۲ سوو نه پورته شو.

د هیواد په اکثریت سیمو کې خلکو شپه د خپلو کورونو مخې تیره کړې ځکه د هغوي سره د زلزلې د نورو ټکانونو د راتګ ویره ده.
حکو ومت د خلکو د لټون لپاره درانده وسایل استولي خو په یو شمیر سیمو خلک په لاسونو ځمکه کیندي او د خپلو عزیزانو لټون کوي.

یو ژوندی پاتې شوی مارسل فرانکوز وایي د خپل موبایل له برکته د مرګ نه وژغورل شه. د هغه کشر ورور جوب فرانکوز د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، "د ورور زنګ راغی او راته یې ویل راشه ما وژغوره. هغه راته ویل سا مې بنده شوې او راته یې وویل کې د کانکریټ لاندې ګیر پاتې دی. "

ګاونډیانو څه باندې ۱۰ ساعته وروسته ښاغلي فرانکوز او د هغه لس کلنه لور د خاور خزلو د لاندې نه ژوندي راویستل.

په هایټي کې چارواکو ویلي چې د شنبې د ورخې په زلزلې کې چې شدت یې ۷.۲ درجې و تر اوسه د ۱۲۹۷ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی.

په زلزلې کې څه باندې ۱۳۶۰۰ ودانۍ ړنګې شوې او ۱۳۷۰۰ ته څه نه څه زیان رسیدلی.

سل ګونه کسان لا هم د خاوز خزلو لاندې ګیر پاتې دي.

مسؤلین وایي په زلزلې کې شاوخوا ۵۷۰۰ کسان ټپي شوي هم دي.