د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم ادارې (اوچا) نن جمعه اګست ۲۹ په یو راپور کې وویل چې په افغانستان کې تقریبآ ۲۳ میلیون بشري مرستو ته ضرورت لري.
اوچا وايي چې د غذا عدم مصونیت یوه بله لویه ستونزه ده چې په افغانستان کې یې بشري مرستو ته د خلکو اړتیا زیاته کړې ده. دغې ادارې ویلي دي د ۲۰۲۵ کال له پيل راهېسې تر دې دمه ۲.۳ میلیون افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي، چې ۹۰۰زره یې ښځې او ماشومان دي.
اوچا وايي د دومره ډېر شمېر افغانانو په بېرته راتګ سره په افغانستان کې موجوده بشري ستونزې نورې هم زیاتې شوې دي.
ملګري ملتونه وايي افغانستان د څلورو لسیزو جګړو له سختو عواقبو، د اقلیم د تغیر له کبله د پیدا شویو مشکلاتو، د جنسیتي نابرابرۍ څخه د زېږېدلیو ستونزو او د ښځو او نجونو په مشارکت باندې له محدودیتونو سره مخامخ دی.
د اوچا د راپور په اساس، افغانستان د ساري ناروغیو له پلوه زیانمنېدونکی هېواد دی او د روان کال د جنورۍ او جولاۍ تر میاشتو پورې په کې ساري ناروغۍ زیاتې شوې دي.
ملګرو ملتونو په لوی شمېر کې د افغان کډوالو راستنېدو، وچکالۍ او نورو ستونزو ته په کتو سره ویلي دي، چې لا هم دا هېواد په نړۍ کې د یو لوی بشري ماموریت په توګه پاتې دی.
د بشري چارو د تنظیم ادارې ویلي دي چې بشردوستانه پروګرامونه یې نا تمویل شوي پاتې دي. اوچا وايي په داسې حال کې چې ۲۰۲۵ کال له نیمايي هم اوښتی، خو په افغانستان کې د دوی یوازې ۱۷فیصده بشري ضروري بودیجه تمویل شوې ده.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا طالبان واک ته ورسېدل او ورسره له دغه هېواد سره بشري مرستې محدودې شوې او ستونزې لا پسې زیاتې شوې.