کرزی پاکستان سره استخباراتي پوهاولیک د شرم وړ بولي

ښاغلی کرزی وایي حکومت یې هیڅکله داسې یو سند له پاکستان سره نه دی لاس لیک کړی.

د افغانستان پخواني ولسمشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ استخباراتي تفاهمنامه د خجالت وړ وبلله. هغه وویل چې ددې سند د لاس لیک کولو سخت مخالف دی او د هغه په وینا باید رامنځ ته شوی تفاهم ژر تر ژره لغوه شي.

ښاغلی کرزی د امریکا غږ د آشنا تلویزیون سره په ځانگړې مرکه کې وویل چې د پاکستان په هکله د ملي وحدت د حکومت سیاست سم نه دی. هغه زیاته کړه چې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست او د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې ترمنځ استخباراتي تفاهم د افغانانو د "ملي گټو په ضد" او په افغانستان کې د "اختناق" سند دی.

د افغانستان حکومت د پاکستان سره د استخباراتي سند د لاس لیک کولو وروسته وویل چې داسې یو سند په تیرو کلونو کې هم د پاکستان سره لاس لیک شوی و، خو ښاغلی کرزی وایي حکومت یې هیڅکله داسې یو سند له پاکستان سره نه دی لاس لیک کړی.

د افغانستان پخواني ولسمشر وویل چې هیڅکله هم د سیاسي اپوزیسیون د جوړولو په لټه کې نه دی او یواځې د مهمو ملي موضوعگانو په هکله به خپل غږ اوچت کړي. هغه زیاته کړه چې په راتلونکې کې به یواځې د افغانستان د متقاعد جمهور رئیس په توگه پاته شي او د هیڅ څوکۍ او مقام سره مینه نه لري.

حامد کرزی وایي چې د پاکستان او امریکا سره د اړیکو په اساس پوه شو چې دغه هیوادونه غواړي په چل ول سره پاکستان د افغانستان پر مقدراتو واکمن کړي. هغه زیاته کړه چې په دې خاطر د کابل او واشنگټن ترمنځ د امنیتي موافقنامې لاس لیک کولو ته حاضر نه شو.

ښاغلي کرزي وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د هر ډول "واقعي کوشش" پلوي کوي. ښاغلي کرزي هیله څرگنده کړه چې د سولې د ټینگښت لپاره د ملي وحدت د حکومت هڅې ځای ونیسي.

Your browser doesn’t support HTML5

د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د آشنا تلویزیون ځانگړې مرکه