ولسمشرکرزی وايي چې ملامحمدعمر کولای شي په انتخاباتو کې ګډون وکړي

Karzi


ولسمشر کرزی وايي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر کولای شی چې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخابات کې ودریږي.
دغه خبره د اسوشیټد پریس خبرې آژانس د هغه مرکې په اساس کړې ده چې د جرمني ورځپانې، زیتوچې زایتونګ Sueddeutsche Zeitung، د ولسمشر کرزي سره کړیده.
د کرزي حکومت موافقه کړېده چې طالبان دې په قطر کې دفتر خلاص کړي خو حکومت وايي چې طالبان باید چې د القاعدې سره خپل تړاو وشکوي او تروریزم وغندي.
د دغې جرمني ورځپانې سره په مرکې کې ولسمشر کرزي ویلي دي چې حکومت یې د طالبانو سره د هغه په اصطلاح (( خواره واره تماسونه)) لري. په دغه مرکې کې، هغه دا هم ویلي دي چې د افغانستان اساسي قانون د ټولو افغانانو لپاره دی او ((طالبان هم باید د دغه نه ګټه واخلي)).

خو سوال دادی چه د طالبانو مشر ملا محمد عمر به په انتخاباتو کې برخه واخلي؟
په دې هکله زیبا خادم د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده سره مرکه کړیده.
دغه مرکه دلته اوریدی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د وحید مژده سره مرکه



کله چې د جرمني دغې ورځپانې د ولسمشر کرزي نه وپوښتل چې آیا ملاعمر کولای شي چې د جمهوري ریاست لپاره ودریږي نو هغه یې په ځواب کې وویل: ((هغه کولای شي چې د جمهوري ریاست لپاره کاندید شي او افغانانو ته دا فرصت ورکړي چې د هغه په طرفداري او یا هم مخالفت رایه ورکړي.))

بل پلو ته د فرانسې خبرې آژانس خبر ورکړی دی چې ډاکټرعبدالله عبدالله په انتخاباتو کې د دریدو ګټې او تاوانونه سنجوي.

عبدالله عبدالله دغه خبره د فرانسې خبرې آژانس سره په یوې مرکه کې کړېده.