اسرائیل د چهارشنبې په ورځ وویل چې د غزې په ښار کې په یو هوايي برید کې یې د حماس د وسلهوالې څانګې نوی ټاکل شوی مشر محمد عوده وژلی دی.
دا برید څو ورځې وروسته له هغې شوی چې اسرائیل د دغې ډلې مخکینی مشر هم وژلی و، او دا له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نیټې بریدونو راهیسې څلورم ځل دی چې اسرائیل د حماس د پوځي څانګې مشر وژني.
د اسرائیل پوځ د چهارشنبې په ورځ د محمد عوده د وژل کېدو پخلی وکړ. د غزې روغتیايي چارواکو وویل چې په دغه برید کې شپږ کسان وژل شوي او څه باندې ۲۰ نور کسان ټپیان شوي دي. برید د غزې ښار د الرمال په سیمه کې د یوې ودانۍ پورته پوړ ویجاړ کړی دی.
حماس سمدستي په دې اړه څه نه دي ویلي. زرګونه کسان د چهارشنبې په ورځ د محمد عوده د کورنۍ سره د هغه د جنازې په مراسمو کې راټول شوي وو، او د غزې ښار په کوڅو کې یې د حماس بیرغونه لېږدول.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل، محمد عوده د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې پر اسرائیل د برید پر مهال د حماس د استخباراتو د څانګې مشر و او شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د عزالدین الحداد پر ځای ټاکل شوی و، چې اسرائیل هغه د مې په ۱۵مه وژلی و.
د اسرائیل د دفاع وزیر اسرائیل کاتز، محمد عوده د اکتوبر د اوومې برید “یو له طراحانو” وباله او ویې ویل چې حماس به په غزه کې “نه ملکي او نه پوځي واکمني” ولري.
د اسرائیل د شمېرو له مخې، حماس د اکتوبر په اوومې پر اسرائیل په بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل. دغو بریدونو په غزه کې جګړه پیل کړه، چې د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا تر اوسه څه باندې ۷۲ زره فلسطینیان پکې وژل شوي، خو یاد چارواکي د ملکي وګړو او جنګیالیو ترمنځ توپیر نه کوي.
اسرائیل د هغه اوربند له مخې چې په اکتوبر کې شوی و، د غزې له نیمايي څخه پر ډېره برخه کنټرول ساتلی، په داسې حال کې چې حماس د ساحلي سیمې پر یوې محدودې برخې واک لري.
اسرائیل او حماس لا هم د اوربند د دویم پړاو د عملي کېدو په اړه په غیرمستقیمو خبرو کې له خنډ سره مخ دي. په دې پړاو کې د حماس بېوسلې کېدل او له غزې د اسرائیلي پوځ وتل شامل دي.