په متحدو ایالتونو کې د فوټبال نړیوال جام لوبو ته د تیاري په لړ کې، په واشنګټن کې په دې هدف یو څېړنیز مرکز پرانیستل شوی چې د نړیوال جام په ترڅ کې د فوټبال مینه وال او عام خلک له وباګانو او سختو ناروغیو څخه خوندي وساتي.
د روغتیايي امنیت د عملیاتو په نوم دې مرکز کې چې د واشنګټن په جورج ټاون پوهنتون کې پرانیستل شوی، د وبایي ناروغیو متخصصین ګومارل شوي چې د نړیوال جام پر مهال فاضله اوبه او د ټولنیزو رسنیو معلومات وڅاري، او د ممکنه ساري ناروغیو نښې نښانې ژر تر ژره تشخیص او تعقیب کړي.
دا څارنه به د هغو لسګونو ښارونو په کچه کیږي چې د نړیوال جام سیالیو، لوبغاړو او میلیونونو لیدونکو کوربه توب کوي. تمه کېږي چې له ۱۰۰ څخه زیاتو هېوادونو څخه له پنځو میلیونو څخه ډیر د فوټبال مینهوال شمالي امریکا ته سفر وکړي ترڅو د جام لوبې له نږدې وګوري.
د نړیوال جام په مهال د احتمالي ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره دې مرکز په داسې حال کې په فعالیت پیل کړی چې په نړۍ کې د هانتاویروس، ایبولا او شري په څېر د ناروغیو خپرېدو اندېښنې رامنځته کړي دي.
که څه هم د نړیوال جام په څېر د سترو راټولېدنو پر مهال د روغتیايي څارنې مرکزونه زیاتره د حکومتونو لخوا اداره کیږي، خو په واشنګټن کې نوی پرانیستل شوی د روغتیايي څارنې مرکز د علمي بنسټونو، نادولتي ادارو او خصوصي شرکتونو د هماهنګۍ په نتیجه کې رامنځته شوی او د نړیوال جام په ترڅ کې د حکومتي ادارو د ملاتړ لپاره ګډ کار کوي.
ددې مرکز د پرانیستلو یوه موخه دا هم ده چې د راتلونکو لویو نړیوالو غونډو لپاره د نمونې او ازمایښتي پروګرام په توګه وکارول شي. په دې کې د ۲۰۲۸ کال د دوبي د المپیک لوبې هم شاملې دي چې امریکا یې کوربه توب کوي.