په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په هرات کې د "جامو د الزاماتو د نه مراعاتولو" په تور د ښځو د نیولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
یوناما د یکشنبې په ورځ [جون اوومه] د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې د طالبانو لخوا د ښځو نیول د "بشري حقونو په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي."
ملګرو ملتونو د طالبانو حکومت ته یو ځل بیا "یادونه" کړې چې "ټول خلک د تګ راتګ د ازادۍ حق لري او دا چې ټول اشخاص، ښځې او نارینه د قانون په وړاندې د برابرۍ حق لري."
یو شمېر رسنیو او فعالانو خبر ورکړی چې طالبانو په هرات ولایت کې لسګونه ښځې پدې تور نیولې چې د طالبانو د قوانینو له مخې، حجاب نه مراعاتوي.
د طالبانو حکومت په هرات کې د ښځو د نیولو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي اما مخکې لدې طالب چارواکو تل ادعا کړې چې په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د اسلامي شریعت له مخې حقونه ورکړل شوي دي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون چې د ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې نافذ شوی، د ښځو د ټول بدن پټول لازمي، د ښځو د مخونو پټول اړین او د ښځو غږ د "عورت" یوه برخه ګڼلې ده.
په همدې حال کې د بشري حقونو د فعالانو ټولنې د یکشنبې په ورځ په خپلې اېکس پاڼې کې یوه اعلامیه خپره کړې او لیکلي چې د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو ترټل د "تبعیضي سیاست" نه اوښتي او "د ټولنیز کنټرول او اقتصادي او سیاسي باج اخېستې" په یوې وسیلې بدل شوي دي.