لبنان د حزب الله پوځي فعالیتونه بند کړل

د لبنان حکومت د دوشنبې په ورځ (د مارچ دویمه) د حزب الله ټول پوځي فعالیتونه بند کړل. بیروت دا کار له هغې وروسته وکړ چې په ایران باندې د متحدو ایالتونو او اسرائیل د ګډو بریدونو له پیل سره، د تهران تر حمایت لاندې د حزب الله ترهګرې ډلې په اسرائیل توغندي او بې پیلوټه الوتکې وتوغولې.

اسرائیل د حزب الله د بریدونو په ځواب کې د لبنان په سوېلي برخو او بیروت کې هوایي بریدونه وکړل.

د لبنان لومړي وزیر، نواف سلام، د کابینې له یوې بیړنۍ غونډې وروسته وویل چې حکومت د حزب الله دا پرېکړه چې په شخړه کې داخل شي، رد کړه او د دې ډلې وسلوال فعالیتونه یې غیرقانوني وبلل.

نواف سلام د اېکس په ټولنیزې شبکې کې د یوې اعلامیې په ځپرولو سره، لیکلي چې دولت "له خپلو مشروع بنسټونو څخه بهر د لبنان له خاورې څخه پیل شوي هر ډول پوځي یا امنیتي عملیات، په مطلقه توګه ردوي، او په دې کې د ابهام یا تفسیر لپاره هیڅ ځای نشته."

سلام زیاته کړې چې "د جګړې او سولې پرېکړې یوازې او یوازې" د لبنان د دولت په لاس کې دي.

د لبنان لومړي وزیر "د حزب الله د ټولو امنیتي او پوځي فعالیتونو د غیرقانوني توب له امله د سمدستي بندیز" امر کړی، او حزب الله ته یې ویلي چې "خپلې وسلې د لبنان دولت ته وسپاري، او خپل فعالیتونه یوازې سیاسي ډګر پورې محدودې کړي".

سلام له اسرائیل سره د "خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره د لبنان د حکومت بشپړ چمتووالی" هم څرګند کړی. د نواف سلام دا څرګندونې د لبنان د پخوانیو حکومتونو له دریځونو څخه چې له حزب الله سره یې له مستقیمې مقابلې ډډه کوله، توپیر لري.

د لبنان کابینې د هغه هېواد امنیتي ادارو ته دا لارښوونه هم کړې چې د نورو توغندیو یا بې پیلوټه الوتکو د توغولو مخه ونیسي او سرغړونکي ونیسي.

د لبنان روغتیا وزارت ویلي چې د بیروت په شاخوا سیمو او د دې هېواد په سوېل کې د اسرائیل په غچ اخیستونکي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او ۱۴۹ تنه نور ټپیان شوي.

د امریکا متحده ایالتونو له ډېر پخوا حزب الله د یو بهرني ترهګر سازمان په توګه نومولی چې د واشنګټن په وینا دا ډله "د سیمې ثبات او د اسرائیل د امنیت په وړاندې ګواښونو ته دوام ورکوي".

په بیروت کې د متحدو ایالتونو سفارت د یوې بیړنۍخبرتیا په خپرولو سره له امریکایي وګړو څخه غوښتي چې ژر تر ژره له لبنان څخه ووځي.

دې سفارت د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "موږ له امریکایي وګړو څخه غواړو چې لبنان ته له سفر څخه ډډه وکړي. تاسې په لبنان کې یاست، همدا اوس چې ملکي پروازنه لاهم شته، له لبنان څخه ووخئ."

په بیروت کې د متحدو ایالتونو سفارت زیاته کړې: "په لبنان کې امنیتي وضعیت بې ثباته او د وړاندوینې وړ نه دی. هوایي بریدونه په ټول هېواد کې وشول، په خاصه توګه په سوېل، بقا، او د بیروت په ځنو برخو کې."