اروپا ممکن د افغانستان د ښوونکو او او روغتیایي کارکوونکو معاشونه په غاړه واخلي 

جرمني او هالنډ د افغانستان ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو د معاشونو ادا کولو ته تمایل ښودلی او ویلي یې دي چې په مستقیمه توګه د دغو معاشونو ادا کولو په اړه به خپلو نړیوالو شریکانو سره بحث وکړي.

دغه څرګندونې تیره ورځ‌ نومبر ۱۸ (لړم ۲۷) د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي ایمیل دي بانت او افغانستان لپاره د هالند استازي مارکس پوتزل به کابل کې د طالب چارواکو سره په خبرو اترو کې کړي دي.

دغه هیئات د ملا عبدالغني برادر او امیر خان متقي په ګډون د طالب حکومت له لوړپوړو چارواکو سره په کابل کې لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر کې په دې اړه لیکلي او د جرمني او هالند ددغه اقدام هرکلی یې کړی دی.

ښاغلي بلخي لیکلي: مونږ د پوهنې او روغتیایي برخه کې د سړیو او ښځینه کارکوونو د معاشونو د ادا کولو په برخه کې د جرمني او هالند ددغه اقدام قدرداني کوو.

په دغې اعلامیې کې راغلي چې طالب چارواکو په دغه لیدنه کې په مساوي توګه د نجونو او هلکانو په زده کړې او ښځینه ښوونکو د کار تداوم یو اړین کار بللی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام د افغانستان د اقتصاد احتمالي سقوط په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د افغانستان نیم وګړي له ولږې سره مخ دي.

د هالنډ او جرمني دغه هیئات له طالبانو سره کتو وروسته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د سولې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.