د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: د نجونو زده کړو لپاره غواړو په مستقیمه توګه افغان ښوونکو ته معاش ورکړو 


د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) وایي د داسې یو سیستم په جوړولو بوخت دي چې په مستقیمه توګه افغان ښوونکو ته معاشونه ورکړي. دوی دا کار په داسې حال کې کوي چې نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت ته د پیسو په انتقال باندې بندیز لګولی دی.

د افغانستان د زده کړو لپاره د یونیسف مشرې جنیټ فوګلر د رویترز اژانس ته وویل: «یونیسف یو سیستم په کار اچوي چې په مستقیمه ښوونکو ته معاشونه ورکړل شي پرته له دې چې پانګه د [طالبانو] د مقاماتو له لارې انتقال شي.»

میرمن فوګلر وایي ددې کار د تیارۍ لپاره به یونیسف د ټولو عامه ښوونځیو ښوونکي راجستر او ثبت کړي: «په افغانستان کې د نجونو د زده کړو ډیره ښه لار داده چې د ښوونځي او ښوونکیو ملاتړ وشي. یونیسف پر مرستندویانو غږ کوي، اجازه ورنکړي چې د افغانستان ماشومان وپرزي.»

په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو راوروسته د افغانستان عامه خدمات په ځانګړې توګه روغتیا او زده کړې د کړکیچ سره مخامخ دي.

طالبانو د اګست په ۱۵په افغانستان کې واکمن شول او زیات شمیر بهرنیو هیوادونو د بشري مرستو پرته چې د څو اړخیزو اجنسیو له لارې پرمخ بیول کیږي په نورو ټولو پانګو بندیز ولګاوه.

بشري مرستې هم لکه د وړو او کمپلو ویشلو په شان شیانو ته ځانګړي شوي او د ښوونکو په ګډون د عامه سکتور کارکوونکي بې معاشه پاته دي. د افغانستان د مرکزي بانک په میلیاردونو ډالر په بهر کې کنګل شوي دي.

نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی چې ښایي طالبان د ښځو او نجونو زده کړو باندې بندیز ولګوي او نجونو لیسې او متوسطه ښوونځي ددې هیواد په زیاتو سیمو کې بند شوي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د پروګرامونو او بهرنیو مرستو مدیر وحیدالله هاشمي د نجونو د زده کړو په اړه د رویترز آژانس ته ویلي چې: "انشاءالله مونږ به ټول هیواد او ټول ملت ته ښه اعلامیه ولرو."

ښاغلي هاشمي وویل طالبان د نجونو زده کړو ته ژمن دی: "مونږ په ځانګړې توګه د یونیسف او نورو نړیوالو سازمانونو سره کار کوو یو ښه حل لاره ترلاسه شي...مونږ هره ورځ غونډې کوو. "هغه زیاته کړه چې هیڅ یوه ښوونکې له دندې نده لرې شوې او دا "نړۍ ته یو مثبت پیغام دی چې مونږ پر یو میکانیزم کار کوو. مونږ د ښوونځیو او پوهنتون څخه د هغوی په حذف کولو کار نه کوو."

XS
SM
MD
LG