په نیپال کې په سیلابونو او ځمکې ښویدنې کې د مړو شویو کسانو شمیر ۱۲۵۲ ته رسیدلی او چارواکي وایي چې څه د پاسه ۴۲۰۰ نور کسان لادرکه شویدي.
د ژغورنې او لټون ټیمونو اوس ډیر تمرکز د آبي برښنا د پروژو تونلو ته اړولی او ګمان کیږي چې پدې تونلونو کې به نږدې ۵۰۰ کسان بند پاتې وي. د نیپال، هند، چین او جنوبي کوریا د ژغورنې ټیمونه د ژغورنې په عملیاتو کې برخه لري.
د دې سربیره د نیپال د پوڅ څه د پاسه ۹۳۰۰ پرسونل د ژغورنې او لټون عملیاتو لپاره ګمارل شویدي.
سیلابونو او ځمکې ښویدنې تقریباً ۷۵۰۰ کورونه تبا کړي او چارواکي وایي چې ۲ سوه زره کورونه باید په خوندي ځایونو کې جوړ شي تر څو بې ځایه شوي خلک پکې ځای پر ځای شي.
د چارواکو په وینا نږدې ۴ زره کسان اړ شوي چې خپلې مېنې پریږدي او په موقتي سرپناوو کې ژوند کوي. ژوندي پاتې شوي کسان شکایت لري چې په کافي اندازه دارو درمل نه ورسیږي.
دې طبیعي آفت په نیپال کې ګڼ شمیر سړکونه، پلونه او نورې زیربناوې ړنګې کړیدي. په یو شمیر ځایونو کې خلکو د سیند څخه د تیریدو راتیریدو لپاره موقتي زانګوګانې یا زیپ لاینونه جوړ کړي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونسیف ویلي چې په نیپال کې لږ تر لږه ۲۲ زره ماشومان په عاجله توګه د څښاک پاکو اوبو، حفظ الصحې او نورو شیانو ته اړتیا لري. چارواکي همدارنګه کوښښ کوي چې د بې ځایه شویو ماشومانو لپاره موقتي ښوونځي جوړ کړي.