د امریکا په یو فارم کې چاودنې ۱۸ زره غواګانې وژلي

د ټکساس ایالت د غواګانو فارم کې چاودنه

د امریکا په جنوبي ایالت ټکساس کې د لبنیاتو په یوه فارم کې چاودنې او سترې اورلګېدنې شاوخوا ۱۸ زره غواګانې مړې کړي او د فارم یو کارکوونکی یې زخمي کړی دی.

د ټکساس ایالت د زراعت کمېشنر سیډ میلر د پنجسنبې په ورځ اپریل ۱۳ (وري ۲۴) په یوې اعلامیې کې وویل: "دا د ټکساس په تاریخ کې د غواګانو په یو فارم کې ترټولو وژونکې اورلګېدنه ده چې د پاکولو چارې او تحقیقات به یې ممکن ډېر وخت ونیسي."

دا چاودنه او اورلګیدنه د دوشنبې په شپه د ټکساس ډیمیټ ښارګوټي ته نږدې د ساوتفورک د لبنیاتو په فارم کې رامنځته شوه.

د اور وژني عملې او پولیسو د پیښې ځای ته له رسېدلو وروسته معلومه کړه چې یو کس دننه بند پاتې دی. د کاسټرو سیمې د پولیسو دفتر په فیسبوک کې لیکلي چې دغه کس ژغورل شوی او د درملنې دپاره روغتون ته وړل شوی دی.

میلر دا یوه "وېرونې پېښه" بللې خو د لامل په اړه یې څه ندي ویلي. هغه وویل: "یوځل چې موږ د دې تراژیدۍ د لامل او حقایقو په اړه پوه شو، له خلکو سره به یې شریک کړو، تر څو په راتلونکي کې د دې ډول غمیزو مخه ونیول شي."

د کاسټرو د سیمې د پولیسو مشر سال ریویرا رسنیو ته وویل چې د غواګانو له کوټو څخه د خوشایو د پاکولو ماشینونه ممکن ډېر ګرم شوي وي او دا پېښه یې رامنځته کړې وي.

هغه وویل ممکن د میتان ګاز اور اخیستی وي، او وروسته د چاودنې او اور د خپرېدو سبب شوی وي. نوموړي زیاته کړه چې د پېښې دقیق لامل به د روانو تحقیقاتو په نتیجه کې څرګند شي.

په امریکا کې د څارویو د خوندیتوب ادارې د ټکساس پېښې ته په اشارې سره په ټوېټر کې لیکلي: "فارمونه باید د څارویو د خوندیتوب دپاره توجه زیاته کړي او د اور لګېدو د مخنیوي اړین اقدامات پلي کړي."