ائتلاف: حوثيانو د سعودي د تېلو پر یو بل چاڼځای برید کړی

د سعودي عربستان په مشرۍ هغه پوځي ائتلاف چې د یمن له حوثیانو سره جنګیږي، د پنجشنبې په ورځ [نومبر ۲۶مه] وویل چې ایران پلوې حوثي ډلې د سعودي عربستان د ارامکو شرکت د جازان د تېلو په چاڼځای باندې برید کړی. تازه برید د دغه هېواد په تر ټولو لوی چاڼځای له برید یوه ورځ وروسته شوی دی.

د ائتلاف ویاند تورن جنرال ترکي المالکي په اېکس پاڼې کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره برید تائید کړ او خبرداری یې ورکړ چې پر ملکيانو او ملکي تاسیساتو بریدونه به "له کلک پوځي ځواب سره مخ شي."

ویل کېږي چې د جازان چاڼځای چې د یمن له پولې سره نږدې موقعیت لري هره ورځ د ۴۰۰ زره بوشکې خامو تېلو د پروسس کولو ظرفیت لري.

المالکي د مرګ ژوبلې یا تاسیساتو ته د اوښتو زیانونو په اړه جزئیات ورنکړل.

ائتلاف وروسته وویل چې په یمن کې یې د توغندیو هغه دستګاه ویجاړه کړې چې په برید کې کارول شوې وه.
حوثیانو چې د امریکا لخوا یوه ترهګره ډله ګڼل کېږي د چهارشنبې په ورځ [نومبر ۲۵مه] وویل چې د سعودي عربستان د راس تنورا په تر ټولو لوی چاڼځای یې برید کړی دی. دا چانځای په هغو سترو تاسیساتو کې فعالیت کوي چې د سعودي د اومه تېلو د صادرولو مرکز بلل کېږي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع د پنجشنبې په ورځ په اېکس پاڼې کې د یوې اعلامیې په خپرولو وویل چې دا بریدونه د یمن پر حدیده بندر د ائتلاف د بریدونو په "انتقام" کې شوي دي.

سریع وویل چې دوی به پر حدیده بندر نور بریدونه ونه زغمي او له ځوابي برید کولو به "ډډه ونه کړي". ویاند ګواښ وکړ چې د سعودي په خاوره کې به "ژور" بریدونه وکړي.

الملکي د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ائتلاف د هوايي دفاع ځواکونو د راس تنورا پر فضا څلور بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي او یوه بله یې د جدې اسلامي بندر ته نږدې ویجاړه کړې ده. د ائتلاف ویاند د پنجشنبې په ورځ وویل چې د حوثیانو دوه نورې بې پیلوټه الوتکې د ختیځ ولایت په فضا کې له منځه وړل شوې دي.

د سعودي د مدني دفاع چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د سه‌شنبې په ورځ د ریاض په لوی مالي مرکز د برید له کبله ۱۱ کسان ټپیان شوي دي. سعودي چارواکو وویل چې په ټپیانو کې دوه سعودي وګړي، دوه هنديان، درې نيپاليان او څلور مصریان دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سه‌شنبې په ورځ د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان ال سعود سره د یوې ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې پر هغه هېواد د حوثي یاغیانو دوامدار بریدونه وغندل.

متحدو ایالتونو او ملګرو ملتونو ويلي چې په يمن کې د حوثيانو له خوا بریدونو او د سعودي عربستان پر وړاندې یې حملو د سیمه ییز امنیت او د کښتیو د تګ راتګ لپاره ګواښ رامنځته کړی.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې راغلي: "د بهرنیو چارو وزیر او د سعودي د بهرنیو چارو وزیر په هرمز تنګي او باب المندب کې د کښتیو د تګ راتګ د ازادۍ پر اړتیا ټینګار وکړ."

د تېلو د بیو لوړوالی

د سعودي عربستان د تېلو پر چانځای د بریدونو د خبر له خپرېدو وروسته، د چهارشنبې په ورځ په منځني ختیځ کې د تېلو د احتمالي عرضې د ګډوډۍ په اړه د اندېښنو له امله د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې. د برینټ خامو تېلو بیه ۰.۹٪ لوړه شوه او یو بیرل یې ۹۲.۲۲ ډالرو ته ورسېد په داسې حال کې چې د ویسټ ټکساس انټرمیډیټ د خامو تېلو بیه ۰.۴۵٪ لوړه شوه او یو بېرل یې ۸۲.۴۲ ډالرو ته ورسېد.

له دې وړاندې د حوثيانو بریدونو د سعودي عربستان په ارامکو شرکت کې عملیاتي چارې، نړیوالې الوتنې او لویې غونډې له خنډ او خنډ سره مخ کړې دي.

په وروستیو میاشتو کې حوثیانو د سرې بحیرې ساحل ته څېرمه پراخې سیمې نیولې او په وروستیو ورځو کې یې د عدن پر لور چې د سعودي عربستان له ملاتړ نه برخمن او په نړیواله کچه د منل شوي یمني حکومت لنډمهاله پلازمینه ده، پرمختګ کړی دی.

یمن له ۲۰۱۴ کال راهیسې کله چې حوثیان پلازمېنه صنعا ونیوله په جګړه کې ښکېل دی. په ۲۰۱۵ کال کې د سعودي عربستان په مشرۍ یو ائتلاف د یمن د منل شوي حکومت د ملاتړ لپاره مداخله وکړه.

جګړه د جولای په میاشت کې بیا پیل شوه او په ۲۰۲۲ کال د ملګرو ملتونو لخوا د نافذ شوي اوربند تر ماتېدو وروسته د نسبي ارامۍ دوره پای ته ورسېدله.