یمن کې د حوثيانو او ایتلافي قواوو ترمنځ نښتو شدت موندلی

په یمن کې حوثي یاغیانو د عدن ښار په هوایي ډګر د بالستیک توغتدیو او ډرونونو په وسیله بریدونه کړي دي.

د ایران ملاتړ لرونکې حوثي ډلې او د سعودي په مشرۍ د ایتلافي قواو ترمنڅ جګړو کې دا شدت په داسې وخت کې راغلی دی چې د سعودي په ملاتړ ایتلاف دعوا کړې چې د حوثی یاغیانو په لاس نیول شوو ستراتیژیکو سیمو د بیرته نیولو دپاره یې عملیات ګړندي کړیدي .

دوي دا هم ویلي چې د سعودي عربستان د پایتخت ریاض په شمال کې ېې د حوثي یاغیانو د توغندي یو برید یې شنډ کړیدی.

بلخوا د یمن دولتي قواو د سعودي په مشرۍ د ایتلاف په هوايي ملاتړ د سرې بحیرې د ساحل سره نږدې د باب المندب د تنګې او د موچا د ښار نیولو هڅه وکړه

حوثي یاغیان چې د هیواد زیاتره شمالي برخې ېې په واک کې دي، په کال ۲۰۱۴ کې د یمن پایتخت صنعا هم نیولی و، او وروسته سعودي عربستان د ایران د نفو‌ذ د مخنیوي دپاره د یمن د حکومت نظامي ملاتړ پیل کړ.

د سعودي په مشرۍ په ایتلاف ایران په دې تورنوي چې حوثي یاغیانو ته وسلې ، مالي مرستې او روزونه ورکوي. خو حوثي یاغیان دا ردوي چې ګني دوي په سیمه کې د ایران د نیابتي جګړې برخه دي . تهران هم دغه تورونه ردوي .