د بشري حقونو د څار سازمان وايي افغانستان په نړۍ کې د بشري حقونو یو له ترټول سختو بحرانونو څخه په داسې حال کې تجربه کوي چې طالبانو د ښځو او نجونو اساسي حقونه په پراخه کچه محدود کړي دي.
دغه سازمان د یکشنبې په ورځ (اکتوبر ۴) په افغانستان کې د متحدو ایالتونو په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د ترهګرۍ ضد عملیاتو د پیل د ۲۵ کلونو د پوره کېدو په مناسبت راپور خپور کړی دی.
په راپور کې ویل شوي: «د طالبانو تګلارو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره په نړۍ کې د بشري حقونو یو له ترټولو سختو بحرانونو څخه رامنځته کړی دی.»
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، افغانستان دا وخت په نړۍ کې یوازنی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو څخه بې برخې شوي دي. ددغه سازمان په راپور کې ویل شوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پالیسۍ د «جنسیتي ځورونې» ترکچې رسیدلي دي
د بشري حقونو څار سازمان همدارنګه اندېښنه ښودلې ده چې په افغانستان کې د بیان ازادي او مدني فعالیتونه تر سخت فشار لاندې دي.
په راپور کې ویل شوي: «خبریالان، مدني فعالان او هغه کسان چې د طالبانو منتقدین بلل کېږي، له ګواښونو، خپلسرو نیونو، زنداني کیدو او شکنجه کیدو سره مخامخ دي.»
د بشري حقونو د څار سازمان تېره میاشت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په یو بیان کې ټینګار وکړ چې هېوادونه باید له طالبانو سره اړیکې بشري حقونو ته له توجه پرته عادي نه کړي. سازمان همدارنګه ویلي چې افغان قربانیان، ژوندي پاتې شوي کسان او د هغوی کورنۍ له ډېرې مودې راهیسې د حقیقت، عدالت او هغوی ته د رسېدلو زیانونو د جبران کېدو په تمه دي.
د بشري حقونو د څار سازمان په تازه رپور کې، په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي هغو وروستیو اندېښنو ته هم اشار شوې چې وايي د طالبانو د تېرو پنځو کلونو تګلارو په افغانستان کې پر ماشومانو هم «ژورې او ویجاړوونکې اغېزې» کړې دي.
د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان څېړونکې فرشتې عباسي ویلي: «د طالبانو د واکمنۍ پنځمه کلیزه د معافیت د ناوړه پایلو یو غمجنونکې نښه ده.»
عباسي زیاته کړې چې حکومتونه باید یوازې د اندېښنې په ښودلو بسنه ونکړي او په افغانستان کې «د جدي جرمونو د عاملانو عدالت ته د راکاږلو لپاره باید عملي ګامونه» پورته کړي.
طالبانو د بشري حقونو د څار سازمان راپور ته سمدستي غبرګون ندی ښودلی، خو وړاندې یې په مکرر ډول ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو خلکو حقونه خوندي دي.
بل خوا، د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په یو بیان کې ویلي چې هیله لري « هیله لري چې افغان ښځې وکولای شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، د راتلونکي ښوونکې شي او د ځوانو نجونو د پوهې او مهارتونو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.»