پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې په سلګونو روسي خبریالان له هېواده تیښتې ته اړ شوي

پر اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته، خپلواک روسي خبریالان د روسیې د حکومت له خوا تر سخت فشار لاندې راغلي او یو شمېر یې د هېواد پرېښودلو ته اړ شوي دي.

پدې خبریالانو کې یو هم په روسیه کې د پروکیت رسنیز شرکت مرستیال مدیر میخایل روبین دی. هغه وايي لومړی ورته د یو لوړپوړي چارواکي لخوا ګواښ وشو، وروسته بیا ناپېژندل شوي کسان یې په کور ورننوتل او د ۲۰۲۱ کال د جون په میاشت کې پولیسو د هغه کور محاصره کړ او پاسپورت یې ورته مخې ته کېښود.

میخایل روبین وايي، دا زما دپاره په دې مانا وه چې خپل پاسپورت واخلم او له هېواده ووځم.

په ۲۰۲۱ کال کې، د روسیې حکومت پر پروکېت او د رسنیو پر ډیرو نورو شرکتونو باندې بهرنیانو ته د جاسوسۍ کولو تور ولګاوه.

د "آی سټوریز" رسنیزې موسسې کارکوونکې اېکاترینا فومینا هم له روسیې وتلې ده. روسي چارواکو پر دغې رسنۍ باندې هم د جاسوسۍ تور پورې کړی او هغه یې په تور لیست کې شامله کړې ده.

خبریالې ایکاترېنا فومینا وویل: "ما درک کړه چې موږ د خلکو دښمنان، مجرم، افراطیان او غیر مطلوب کسان نه یو. زه یي پروا نه کوم چې روسیه ماته د څه خطاب کوي ځکه زه پوهېږم چې حکومت او چارواکي په اصل کې ترهګر او د خلکو دښمنان دي."

هغه ادارې چې د نامطلوبو سازمانونو په لېست کې دي، په روسیې کې د فعالیت اجازه نلري او کوم کسان چې له دې ادارو سره همکاري کوي، د حکومت لخوا جریمه کیږي.

خبریالې اېکاترېنا فومینا پر اوکراین باندې د روسیې یرغل ته په اشارې وویل: "ددې جګړې له کبله د روسیې خلک ډارېدلي دي خو چمتو دي په هغه څه چې پوهېږي، زمونږ سره شریک کړي او په روسیه کې د غیرقانوني کارونو په اړه موږ معلومات راکړي."

په روسیه کې دا مهال لږ تر لږه ۱۲ خبریالان د جګړې په اړه د راپور ورکولو په جرم له لس کاله زندان سره مخامخ دي.

د رسنیو مدافع وکیله او د رسنیو د دفاع مرکز مشره ګلېنا اراپوا وایي چې روسیه عمدا مبهم قوانین جوړوي.

هغې زیاته کړه: "سانسور بیخي زیات شوی. قوانین او مقررات یي داسې جوړ کړي چې هرڅوک په نښه کولای شي."

د اوکراین د جګړې د پیل راهیسې، د حکومت ددغو تګلارو له امله، که څه هم په سلګونو خبریالان له روسیې وتلي دي، خو دې کار د دوی په فعالیت کې خنډ او ځنډ ندی رامنځته کړی.