روبیو: د ایران د رژیم چلند باید بدل شي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له فاکس نیوز سره په خپله تازه مرکه کې چې د شنبې په ماښام (اګست لومړۍ) خپره شوه وایي چې د "ایران رژیم چلند باید بدل شي" او د یاد هیواد سیمه ایز چلند د دوام وړ ندی.

هغه وویل د ایران حکومت په دودیز ډول یرغلګر پاتې شوی دی او په اصل کې د هغوی نظر دا دی چې غواړي نه یوازې پر ایران حکومت وکړي، بلکې غواړي پر سیمه هم حکومت وکړي.

روبیو د ایران د حکومت پر سیاستونو په نیوکې سره وویل چې د یاد هیواد د چلند د بدلیدو په هدف، باید د نوموړي هیواد لګښټونه دومره لوړ وي چې د پرې کولو توان یې ونلري.

روبیو وویل:"هغوی غواړي خپل انقلاب صادر کړي. دا موضوع باید بدله شي- او یوازینۍ لار چې کولی شي دا بدل کړي داده چې قیمت یې دومره ورته لوړ کړئ چې ونشي کړای د پرې کولو توان یې ونلري."

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي چې د ایران اسلامي جمهوري هیڅ وخت د ولسمشر ټرمپ په شان کس سره نده مخ شوې، هغه څوک چې "واقعا اقدام کوي"

د بهرنیو چارو وزیر ویلي ایران په تیرو شلو تر دیرشو کلونو پورې په دې عادت کړی وو چې نه یوازې امریکا بلکې نړۍ ورته ته د دروغ د ویلو، د هوکړو تر پښو کولو، او د نورو د تیرو ایستلو له لارې او د هیڅ شي له ورکولو پرته، خپلو موخو ته ورسیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د ایران رژیم د رفتار د بدلیدو خبره کوي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې ناوخته د تروت سوشل په یوه پیغام کې وویل چې د نړۍ د ګټو او د روښانه ایران د بقا بخاطر یې پر هغه هیواد برید په مشروط ډول ځنډولی دی.