د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مفتشین له اوږد ځنډ وروسته بیا ایران ته ولاړل

د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافائل ګروسي اعلان کړی چې د ایران او اسرائیل ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره د دې ادارې د مفتشینو یوه ډله له څو میاشتني ځنډ وروسته بیا ایران ته تللې ده.

هغه له فاکس نیوز سره په یوې مرکې کې ویلي چې ایران د اتومي وسلو د نه خپریدو د تړون د غړي په توګه، مکلف دی چې تفتیش ته اجازه ورکړي او د مفتشینو له موجودیت پرته به "هیڅ جدي خبرې اترې ونه شي."

ګروسي دا هم وویل چې اروپایان غواړي وګوري ایا ایران همکاري کوي، تفتیش مني، او عادي حالت ته د راستنیدو نښې نښانې ښیي او که نه.

دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه وشوې چې ایران او دریو اروپايي هېوادونو په ژنیو کې د اروپايي لوري د [محرک یا ماشه میکانیزم] د فعالولو په هکله خبرې وکړې چې له مخې به یې په ایران باندې بیا د ملګرو ملتونو بندیزونه ولګول شي.

د یادونې وړده چې له ایران سره د امریکا او اروپا د اتومي موافقې د ترلاسه کولو وروستۍ نیټې ته یوازې څلور ورځې پاتې دي، په ژنیو کې د ایران او دریو اروپایي هیوادونو د استازو ترمنځ غونډه "پرته له کومې پایلې" پای ته ورسیده.

اکسیوس د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې غونډه "کړکېچنه نه وه"، خو هیڅ پرمختګ ونه شو او ایراني لوري د خپل اتومي پروګرام په اړه کوم عملي وړاندیز نه دی کړی. د یوې بلې سرچینې په وینا ایران په غونډه کې د بندیزونو د مخنیوي لپاره "ډیر لږ" وړاندیز وکړ.

د رویټرز په وینا، اروپایانو د محرک یا ماشه میکانیزم د فعالیدو د مخنیوي لپاره درې شرطونه وړاندې کړي دي: د نړیوالې اتومي انرژۍ د تفتیش بیا پیل کول، د غني شویو یورانیمو د زیرمو په اړه دقیق راپور چمتو کول او د متحدو ایالتونو سره دپلوماتیکې پروسې کې شاملیدل؛ خو ایران تر دې دمه له واشنګټن سره مستقیمې خبرې اترې رد کړې دي.

د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف د چهارشنبې په ورځ ایران ته د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مفتشینو ستنېدل تائید کړل. هغه د پارلمان د یوه غړي د څرګندونو په ځواب کې وویل: "په دې مسئلې کې د پارلمان شرایط پوره شوي دي."