۴.۵میلیونو رایې ورکوونکو تراوسه نومونه ثبت کړي چې ۳۲٪ یې ښځې دي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د وري په ۲۵ مه د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیل کړی، شاوخوا دوه اونۍ به نور هم دوام ومومي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره تر تیرې ورځې (غبرګولی لسمې) پورې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې څلور نیم میلیونو رایې ورکوونکو خپل نومونه لیکلي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمشنر سید حفیظ الله هاشمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په وروستیو ورځو کې د نوم لیکنې په بهیر کې دښځینه رایې ورکوونکو شمیر زیات شوی او اوس د ټولو ثبت شوو رایې ورکوونکو ۳۲ فیصده یې ښځې دي.

ښاغلي هاشمي وویل " تیره اونۍ د ښځینه رایې ورکوونکو شمیر ۲۵ فیصده وو، خو د نوو شمیرنو له مخې اوس د ټولو هغو رايې ورکوونکو چې خپل نومونه یې ثبت کړي ۳۲ فیصده یې ښځې دي".

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دغه کمشنر وویل، چې په ۳۴ ولایتونو کې د راروانو ټاکنو لپاره نوم لیکنه روانه ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د وري د میاشتې په ۲۵مه د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې د رایې ورکوونکو نوم لیکنه پیل کړه، چې بیا دا بهیر د غوايي په ۲۵مه د ولایتونو له مرکزونو څخه ولسوالیو ته هم پراخه شو.

ښاغلي هاشمي د ولسي جرګې او ولسوالیو د ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې د روان بهیر په اړه وویل، چې دا بهیر هم روان دی .

د ټاکنو د خپواک کمیسیون د دغه چارواکي د معلوماتو له مخې، د پنجشنبې د ورځې( غبرګولی لسمې) تر مازیګره د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ولسي جرګې د نوماندۍ لپاره ۲۰۷۰ تنو چې ۲۷۸ یې ښځې دي، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له دفترونو نوماندۍ دوسیې او فورمې اخیستې دي.

ښاغلي هاشمي وویل " یوازې په کابل کې د ولسي جرګې لپاره مجموعآ ۷۵۰ تنو، چې ۹۱ تنه یې ښځې دي فورې اخیستې دي، د دې ټولوڅخه۴۵ تنو فورې ډکې کړي او بیرته یې مونږ ته راستنې کړي دي ".

همداشان سید حفیظ الله هاشمي وویل، چې د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره ۲۵۹۹ تنو، چې ۶۴ یې ښځې دي، د نوماندۍ دوسیې او فورمې اخیستې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غبرګولی په پنځمه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر پیل کړی، چې د دې میاشتې تر ۲۲ مې به دوام ومومي.

د افغانستان پارلمان ۲۴۹ څوکۍ لري، چې د ولایتونو د نفوسو په تناسب هر ولایت ته په کې د سړو اوښځو د څوکیو ونډه بیله شوې ده.

همداشان د افغانستان په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازو لپاره هم لس څوکۍ بیلې شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د روان کال د تلې ۲۸ مه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو د ورځې په توګه اعلان کړې ده.