ولسمشر ټرمپ ایران او حوثي یاغیانو ته خبرداری ورکړ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سرې بحیرې کې د سعودي عربستان په دوو بېړیو باندې د یمن حوثي یاغیانو له بریدونو وروسته، ایران او د هغه نیابتي ډلې حوثي یاغیانو ته د «غټې پوځي سزا» ورکولو خبرداری ورکړی.

ولسمشر ټرمپ نن پنجشنبه (جولاۍ۲۳) په خپل ټروټ سوشل کې ولیکل د حوثیانو په دغه کار ډېر خواشینی شوی دی.

هغه لیکلي دي: «یو کال مخکې متحدو ایالتونو په کښتیو باندې د بریدونو او تجارت او سوداګرۍ کې د مداخلې له کبله، په حوثیانو قوي بریدونه وکړل. هغوی له هماغه وخت راهېسې او له ایران سره زموږ د جګړې په مهال ډېر مسئولانه چلند کوو. خو له بده مرغه دوی هغه کار بیا پیل کړی. لطفآ پرېږدئ چې دا حقیقت د دې څرګندوونه وکړي که هغوی بیا دا کار وکړ، متحده ایالتونه به ایران مسئول وګڼي، ځکه چې حوثیان د ایران ځای ناستي او یا لاسپوڅي دي، ایران او دقیقآ حوثیانو ته به لوی پوځي مجازات ورکړل شي...»

حوثي یاغیانو، چې د یمن شمال او لویدیځ کنترولوي او د ایران د رژیم کلک ملاتړ ورسره دی، څو ورځې مخکې وویل چې په سعودي عربستان باندې به سمندري لارې بندوي، سعودي عربستان هره ورځ د پایپلاین له لارې سرې بحیرې ته میلیونونه بیرل تیل انتقالوي، چې د هرمز تنګي له محاصرې څخه ځان وژغوري.

د متحدو ایالتونو پوځ د هرمز تنګی محاصره کړی او د ایران بندرونو ته تلونکې او ترې راوتونکې بېړۍ نه پرېږدي.

د هرمز تنګی د انرژۍ د اکمالاتو عمده لار بلل کېږي، چې د راپورونو په اساس د نړۍ ۲۰ فیصده صادرات له دې لارې کېږي.