د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې تېر کال په نړۍ کې نږدې دېرش میلیونه کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.
ددغه سازمان چارواکو دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې کړي چې د ترکیې په انتالیا کې پیل شوی دی.
د کډوالو نړیوال سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي: "په ۲۰۲۵ کال کې په نړۍ کې د توپانونو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له امله نږدې ۲۹.۹ میلیونه کسان د خپلو مېنو پریښودو ته اړ شوې دي. "
د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وايي چې دا شمېر د تېرو لسو کلونو له شمېرو څخه لوړ دی.
ددغه سازمان مشرې امی پوپ وايي چې د خطرونو په اړه پوهاوی، د طبیعي پېښو پروړاندې مقاومت، د اوبو سرچینې او نورې اړینې مرستې خلکو ته دا زمینه برابروي چې با ثباته ژوند ولري.
د کډوالو د نړیوال سازمان مشره امی پوپ وايي "هیڅوک نه غواړي خپل کور پرېږدي. خلک غواړي په خوندي ډول پاتې شي او کله چې شرایط برابر شي، خپلو کورونو ته بېرته ستانه شي. "
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د بیړنیو او اوږدمهاله پرمختیایي پروګرامونو او پانګونې غوښتنه کړې، څو له ټولنو سره مرسته وشي چې د اقلیم له بدلون سره ځانونه عیار کړي او مخکې له دې چې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شي، په خپلو کورونو کې په خوندي ډول پاتې شي.
د کورني بې ځایه کېدو د څارنې مرکز (IDMC) د معلوماتو له مخې،په نړۍ کې یوازې توپانونو د ۱۷.۹ میلیونه کسانو د بې ځایه کېدو لامل شودی دی.
د بیلګې په توګه په فلیپین کې توپانونو او سېلابونو په ټوله نړۍ کې د طبیعي پېښو له امله د ټولو بې ځایه کېدنو له درېیمې برخې څخه د زیاتو پېښو لامل شوی دی.
کارپوهان وايي، افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د طبیعي پېښو له جدي ګواښ سره مخ دی.
د چاپیریال ساتنې او اقلیمي بدلونونو کارپوه عزت الله صدیقي وايي "د افغانستان په موضوع کې د اقلیم بدلون مسایل د سیاسي مسایلو سره و نه تړي او دا یوه بشري موضوع وبولي، دا د څلویښت میلیون نفوس د حق موضوع وګڼي او دا د افغانانو د حق موضوع وبلل شي چې د اقلیم د بدلون په غونډه کې غږ پورته کړي. "
بلخوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کې نږدې ۱.۲۹ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو، ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي، چې شاوخوا ۴۳ سلنه یې په زوره له دغو هېوادونو څخه شړل شوي دي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ځانګړی استازی برونو لومارکي وايي، د دوه زره او درویشتم کال راهیسې شپږاعشاریه اوه میلیون کسان افغانستان ته راستانه شوې دي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ځانګړی استازی برونو لومارکي وايي "ډیری کسان له پاکستان او ایران څخه بېرته افغانستان ته راستانیږي، او د راستنېدونکو شمېر لوړ دی.زما په اند، د ۲۰۲۳ کال له درېیمې ربعې راهیسې ۶.۷ میلیونه کسان هېواد ته راستانه شوي دي.که دا شمېر د خپلو هېوادونو له نفوس سره پرتله کړئ، د بېلګې په توګه زما خپل هېواد فرانسه په پام کې ونیسئ، نو دا به داسې وي لکه په دریو کلونو کې چې ۱۰ میلیونه کسان فرانسې ته بېرته راستانه شي.دا د افغانستان لپاره خورا، خورا، خورا او خورا لوی شمېر دی؛ داسې یو هېواد چې له وړاندې له ګڼو ننګونو سره مخ دی. "
د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام د معلوماتو له مخې، مخ پر ودې هېوادونه به تر ۲۰۳۵ کال پورې د اقلیم له بدلون سره د ځان عیارولو لپاره هر کال د ۳۱۰ میلیاردو او ۳۶۵ میلیاردو امریکایي ډالرو ترمنځ پانګونې ته اړتیا ولري.
په ۲۰۲۳ کال کې د اقلیم له بدلون سره د تطابق لپاره نړیواله عامه مالي مرسته یوازې ۲۶ میلیاردو امریکایي ډالرو ته رسېدلې وه، په داسې حال کې چې په تېر کال کې دا اندازه ۲۸ میلیارد ډالره وه. دا د اړتیا وړ مالي سرچینو له یوولسمې برخې څخه هم کمه ده.