د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه په ټولنیزو رسنیو کې

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په اړه بیلابیل نظرونه خپاره کړي دي.

د افغانستان ډیرو سیاستوالو او نورو مخورو څېرو ددغې ورځې په مناسبت افغانانو ته مبارکي ویلې ده. یو شمېر د ټولنیزو رسینو کاروونکو د طالبانو د حکومت د هغې غونډې تصویرونه خپاره کړي دي چې د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت جوړه شوې وه. خو ډیرو نورو کاروونکو بیا نیوکه کړې ده چې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې په افغانستان کې د خپلواکۍ د ورځې نمانځنې کم رنګه شوي دي.

د افغانستان د کرکټ مشهور لوبغاړي راشد خان ددې ورځې مبارکي ویلې ده.

راشد خان لیکلي: «هر وطندار مې دې سرلوړی، بریالی او سوکاله وي.» د هغه د فیسبوک پر دغه پوسټ باندې په څو ساعتونو کې له ۸۰۰۰ زیاتو کاروونکو تبصره کړې ده.

د ارګ پخواني ویاند شاه حسین مرتضوي لیکلي چې «د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو ۱۰۷ کاله پس، تر بل هر وخت زیات دې ته اړتیا لرو چې د هېواد نوی نسل د ښوونځیو، تعلیمي مرکزونو، رسنیو او د تاریخ د مطالعې له لارې د شاه امان الله خان له هیلو، ارمانونو او پروګرامونو سره لا ډېر اشنا شي.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق لیکلي چې خپلواکي یوازې له بهرني تسلط څخه خلاصون نه دی؛ رښتینې خپلواکي هغه وخت تحقق مومي چې د خلکو ارادې ته درناوی وشي، انساني کرامت یې خوندي وي، او هېڅ هېوادوال د جنسیت، قومیت، ژبې، مذهب یا سیاسي نظر له امله له خپلو اساسي حقونو څخه محروم نه شي.

د افغانستان د سیمه ایزو مطالعاتو پخواني مشر غفور لیوال لیکلي چې د افغانستان د ریښتینې خپلواکۍ ١٠٧م جشن دې ټولو افغانانو ته بختور شي.

لیوال لیکلي چې دا خپلواکي ځکه ریښتینې وه چې، «افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه ټولې نړۍ په رسمیت وپېژاند. د خپلواکۍ له برکته لومړنی اساسي قانون جوړ شو او د هر افغان انسان بشري حق په کې تضمین شو. افغانه ښځه "انسان" وګڼل شوه او د زدکړې او کار حق یې وموند.»

د افغانستان د ټاکنو د کمیسیون پخواني مشر ضیاالحق امرخیل په خپل یو پوسټ کې لیکلي چې د داسې افغانستان هیله لري چې «ټول افغانان، په ځانګړې توګه نجونې، د زده‌کړې او لوړو زده‌کړو له خپل اساسي حق څخه په بشپړه توګه برخمنې شي.»

افغانې خبریالې مینه اکبري هم په خپل پوسټ کې همدا هیله څرګنده کړې ده. هغې لیکلي د داسې افغانستان هیله لري چې پکې سوله، ازادي، عدالت، تعلیم او د هر افغان د عزت او کرامت حق خوندي وي.

پاکستاني ژورنالست حسن خان هم ددغې ورځې په مناسبت ټولو افغانانو ته مبارکي ویلې. هغه په دې پیغام کې لیکلي چې د داسې یو سوله‌ییز، اباد، پرمختللي او سیال افغانستان هیله لري؛ چې له پاکستان سره یې ښې، پراخې او مخ پر ودې تجارتي، سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي.

د کابل پوهنتون یو استاد فیض محمد ځلاند په خپل پوسټ کې پاچا امان الله خان ته منسوبه هغه خبره خپره کړې چې وايي «یو بیسواده هېواد هیڅکله د خپلواکۍ وړ نه ګرځي، که غواړئ چې ریښتینې ازادي ترلاسه کړئ، قلم او کتاب در واخلئ.»

د اې بي این په نوم پښتو پاڼې د افغانستان د ۱۰۱مې کلیزې د مراسمو یوه پخوانۍ ویډیو خپره کړې ده چې پکې پخوانی ولسمشر اشرف غني ښکاري چې د استقلال پر څلي د ګلانو ګېډۍ ږدي.

دغې پاڼې لیکلي: «په جمهوري نظام کې د غازي امان الله خان په مشرۍ د هیواد ترلاسه شوې خپلواکۍ ورځ په ډېر ویاړ نمانځل کېدله خو په وروستیو کلونو کې طالبان دغه ورځ یوازې تر خپلې ډلې محدوده نمانځي او حتی په مراسمو کې د غازي امان الله خان یادونه نه کوي او نه په کې د پخوا په څېر د افغانانو پراخه ګډون لیدل کېږي.»

نوریال کلیوال د امان الله خان او مېرمنې تصویر خپور کړی او ورسره یې لیکلي چې د هغې ورځې په هیله چې «له هېواده سختدريځي، تاريکي او جهالت یو ځل بیا کډه وکړي او پر ځای يې روښانفکره، مترقي او ملتپاله اماني نظریه پښې ټینګې کړي.»