د هند د کرکټ لوبډلې د نولس کلنو څخه د کم عمر د نړیوال جام په وروستۍ یا فاینل لوبې کې د انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړله او پدې سره یې د پنځم ځل لپار د دې سیالیو اتلولي وګټله.
په وروستۍ لوبې کې انګلستان پخپل نوبت کې د هند لوبډلې ته د ۱۹۰ منډو هدف ورکړی و او هند ورته پداسې حال کې پوره کړې یوازې ۶ لوبغاړي یې سوځیدلي و.
د هند لپاره د توپ اچونې په برخې کې تر ټولو ښه لوبه راج باوا وکړه او د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي یې وسوځول.
په توپ وهنې کې بیا د هند لوبغاړي شیخ رشید او نشانت سندهو پنځوس پنځوس مندې وکړلې.
دا پنځم ځل دی چې د هند د کرکټ لوبډله د نولس کلنو څخه د کم عمر نړیوال جام ګټي. هندا دا جام په ۲۰۰۰، ۲۰۰۸، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۸ کل کې ګټلی و.
د انګلستان لپاره بیا د توپ وهنې په برخې کې تر ټولو ډیرې منډې جیمز ریو وکړلې. هغه ۹۵ منډې وکړلې.