د هند او ایټالیا تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو پراختیا

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني د چهارشنبې په ورځ په روم کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي کوربه‌توب وکړ او دواړو مشرانو د خپلو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکو همکاریو پر پراخولو هوکړه وکړه.

دغه لیدنه د روم په تاریخي ماڼۍ "ویلا دوریا پامفیلي" کې وشوه. میرمن میلوني اعلان وکړ چې ایټالیا او هند خپلې دوه اړخیزې اړیکې هغه کچې ته لوړې کړې چې هغې "ځانګړې ستراتیژیکه ملګرتیا" وبلله.

دواړه حکومتونه اوس پلان لري چې تر ۲۰۲۹ کال پورې دوه اړخیزه سوداګري له اوسنیو ۱۴ میلیارد یورو څخه ۲۰ میلیارد یورو ته لوړه کړي.

میلوني وویل تمه کېږي چې د اروپايي ټولنې او هند ترمنځ نوی سوداګریز تړون د اروپا او هند ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونو په پراخولو کې مهم رول ولوبوي.

د خپلو خبرو اترو پر مهال، دواړو مشرانو د انرژۍ، دفاع، زیربناوو، تولیداتو، کرهنې، فضايي ټکنالوژۍ، ګرځندویي، او مهمو معدني موادو په برخو کې د همکاریو د پراخولو موافقه وکړه.

نړیوال امنیتي موضوعات هم د اجنډا مهمه برخه وه چې پکې د اوکراین جګړه، د هند ـ ارام سمندر سیمې پرمختګونه، او له ایران سره تړلي کړکېچونه هم پکې شامل وو. دواړو لورو د سمندري امنیت او د ازاد تګ راتګ پر اهمیت ټینګار وکړ.

وروسته دوي د ایټالیا او هند له سوداګریزو مشرانو سره په غونډو کې ګډون وکړ، څو د راتلونکو پانګونو او سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې وکړي.

په همدې حال کې، د سفر یوه غیررسمي او دوستانه شېبه په ټولنیزو رسنیو کې پراخ پام ځانته واړاوه.

لومړي وزیر مودي د روم د مشهور کولوسیم د لیدنې پر مهال میلوني ته د “Melody” په نوم د شیرینیو یوه بسته ډالۍ کړه. وروسته په ټولنیزو رسنیو کې هغه خپره شوې ویډیو هم ډیر زیات شمیر لیدونکي لرل چې پکې میلوني له مودي څخه د ډالۍ له امله مننه کوي.

دغه ویډیو یوازې په څو ساعتونو کې ۱۱۰ میلیونو څخه زیاتو کسانو پاملرنه جلب کړه چې ورسره ګڼ انلاین غبرګونونه هم خپاره شول.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو یو ځل بیا د “Melody” لقب یادونه وکړه چې د میلوني او مودي د نومونو ګډ ترکیب دی چې په لومړی ځل د هند د جي شل سرمشریزې پر مهال مشهور شوی و.

خو د هند د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي پر دې تبادلې نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا اقدام په داسې وخت کې چې هند د سیمه‌ییز بې‌ثباتۍ او د سونګ د بیو د لوړېدو له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دی مناسب نه و.