هند سپوږمۍ ته فضایي بېړۍ استوي

د هند د فضایي څیړنو پروگرام

د هند د فضایي څیړنو ادارې اعلان کړی چې غواړي راتلونکې اونۍ یوه فضایي بېړۍ سپوږمۍ ته واستوي.

ټاکل شوې چې دغه فضایي بېړۍ به د سپتمبر د میاشتې په اومه یا اتمه په سپوږمۍ کې ښکته شي.

د هند د فضایي څیړنو ادارې ویلي چې ددغه ماموریت لگښت ۱۴۱ میلیون ډالر دی او په سپوږمۍ کې موجود منرالونه به وازمایي او هڅه به وکړي چې د سپوږمۍ له سطحې نه د نقشې اخیستلو سربیره پدغه کره کې د اوبو زیرمې وپلټي.

هند د نړۍ د پنځم ستر اقتصادي قوت کیدو په درشل کې دی او ددې سره جوخت د نریندرا مودي حکومت د ټکنالوژۍ په برخه کې د خپلې وړتیا د نندارې په هڅه کې دی.

کله چې هند د مارچ په میاشت کې د سپوږمکیو ضد خپل نوی میزایل په بریالیتوب وازمایه، ښاغلي مودي وویل چې دغه مسله د امریکا د متحده ایالاتو، روسیې او چین تر څنگ د یو فضایي قدرت په توگه د هند ظرفیت څرگندوي.

سربیره پر دې هند په پام کې لري چې تر ٢٠٢٢ کال پورې انساننان هم فضا ته واستوي، هغه کار چې تر اوسه یواځې درې هیواد پرې توانیدلي دي.

د ښاغلي مودي د سیاستونو یو شمیر منتقدین وایي چې د هند فضایي پروگرام د یو هیواد لپاره چې ١.٣ میلیارد نفوس لري او د پراخ فقر او د ماشومانو د مړینې د لوړې کچې نه رنځیږي ډیر لگښت ایجابوي.

خو ددې پروگرام پلویان پدې باور دي چې د هند د فضایي پروگرام بریالیتوب کولای شي په اوږدمهال کې ددې هیواد اقتصاد په ډیره اندازه غښتلی کړي.