د هند د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه (سپتمبر۱۶) وویل چې د عرب په بحیرې کې له یو جنګي کښتۍ سره د پاکستانۍ کښتۍ د ټکر له کبله یې په نوي ډهلي کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او خپل اعتراض یې ورته سپارلی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت دا کار د پاکستان د سمندري ځواکونو «غیر مسلکي او نه منل کېدونکی عمل» بللی دی.
هندي مقامات وايي چې دا ټکر تېره ورځ په نړیوالو اوبو کې شوی.
مقامات وايي ټکر هغه وخت وشو چې د عرب سمندرګي په شمال کې د پاکستان د سمندري ځواکونو یوه کښتۍ د هند له یوې جنکي کښتۍ سره، چې په ډېر سرعت سره د څار په یو معمول ماموریت بوخته وه، نژدې شوه او له کبله یې ټکر وشو.
په پېښې کې کوم لوی زیان نه دی اوښتی.
هندي چارواکي وايي چې دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي تمرینونو او سرتېرو د خوځښتونو په اړه د نوي ډهلي او اسلام اباد ترمنځ د ۱۹۹۱ کال د تړون خلاف عمل دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي: «د پاکستان شارژدافیر ته دا مشوره ورکړل شوه چې د پاکستان اړوندو چارواکو ته د ټولو پوځي واحدونو له لوري د لازم احتیاط د مراعتولو او د دواړو خواوو ترمنځ د شویو تړونونو احکامو ته د درناوي د اړتیا خبره ورسوي، چې د داسې پېښو د تکرار مخه ونیول شي.»
د رویټرز خبري اژانس وايي چې د پاکستان حکومت او پوځ لا په دې اړه کوم نظر نه دی ورکړی.
دا ټکر د پاکستان او هند ترمنځ د تېرکال له څلور ورځنۍ جګړې څخه وروسته لومړۍ پوځي پېښه بلل کېږي.