هند راتلونکی کال د چین نه مخکې او د نړۍ ډیر نفوس لرونکی هیواد کیږي – رپوټ

ملګرو ملتونو رپوټ ورکړی چې هند به په ۲۰۲۳ کې د چین څخه په مخکې کیدو سره د نړي تر ټولو ډیر نفوس لرونکی هیواد شي.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې په هند کې د امیندوارۍ لوړه کچه چې د نړیوال بانک د شمیرو له مخې اوس ۱.۳۸ میلیارد نفوس لري، ددې هیواد د اقتصادي ودې په وړاندې یو ستره ننګونه رامنځته کړې ده.

د نړیوال بانک شمیرې ښيي چې اوسمهال د چین نفوس د ۱.۴ میلیاردو څخه یو څه زیات دی، خو په هند کې د نفوس د ودې کچه چټکه ده.

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۰) یو تازه رپوټ کې ویلي د نړۍ نفوس چې اټکل کیږي د روان کال د نومبر په ۱۵ اته میلیارد کسانو ته ورسیږي، ښایي په ۲۰۳۰ کې اته نیم میلیارده شي. د ملګرو ملتونو د نفوس په ورځ خپور شوی رپوټ وایي په ۲۱۰۰ کال کې به پداسې حال کې د نړۍ نفوس ۱۰.۴ میلیاردو ته لوړ شي چې په نړۍ کې د مړینو جریان ورو شوی دی.

د هند د داخلي سرویګانو له مخې چې په هرو لسو کلونو کې یو وار ترسره کیږي، په ۲۰۱۱ کې ددې هیواد نفوس ۱.۲۱ میلیارد و. د هند حکومت په ۲۰۲۱ کې د سروې ترسره کیدل د کروناویروس په وجه وځنډول.

د ملګرو ملتونو اټکلونه ښیي چې د ۱۹۵۰ کال راهیسې د نړۍ د نفوس وده ورو وه او په ۲۰۲۰ کې یو فیصد ته راټیټه شوه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د نفوس د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو بیان کې ویلي: "دا یو فرصت دی چې خپله تنوع ونمانځو، خپل بشري مشترکات درک کړو او روغتیایي پرمختیاوې وستایو چې عمر زیاتوي او د ماشومانو او میندو د مړینې کچه په پام وړ توګه راکموي."

ښاغلي ګوتېرش زیاته کړې چې بیا هم د نفوس زیاتیدل دا مسولیت رایادوي چې مونږ باید د خپلې سیارې [ځمکې] مراقبت وکړو او همداشان دا چې "د یو بل په وړاندې په خپلو ژمنو کې مو کمی کړی دی. "

ملګري ملتونه وایي د ۲۰۵۰ پورې د نړۍ د نفوس د زیاتیدو د اټکلونو نیمایي برخه به په اتو هیوادونو کانګو، مصر، ایتوپیا، هند، نایجریا، پاکستان، فلیپین او د تانزانیا په متحد جمهوریت کې رامنځته شي.

خو په هر حال د ۶۱ هیوادونو نفوس به د ۲۰۲۲ او ۲۰۵۰ کالونو ترمنځ یو فیصد یا یو څه زیات راکم شي چې په کې زیږیدنې راکمې شوې دي.