د هند په کشمیر کې سېلابونه؛ لسګونه کسان مړه او پراخ زیانونه

د هند تر ولکې لاندې د جمو او کشمیر په سیمه کې د سختو موسمي بارانونو له امله رامنځته شویو ناڅاپي سېلابونو او ځمکې ښویېدو لږ تر لږه ۲۵ کسان وژلي او پراخ مالي زیانونه یې اړولي دي.

د هندي چارواکو په وینا، د جمو د پونچ او راجوري ولسوالیو کې پرله‌پسې بارانونو ناڅاپي سېلابونه راوستي چې ګڼ کورونه، موټرونه، سړکونه او نورې عامه زیربناوې یې زیانمنې کړې دي.

راپورونه وایي، یوازې د راجوري ښار په سېلابونو کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي او یو شمېر نور لا هم ورک دي. د درهالي سیند د اوبو له غاړو اوښتو وروسته ګڼې کورنۍ خپلې مېنې پرېښودو ته اړ شوې دي.

د سیمې اوسېدونکو ویلي، سېلابونو د دوی کورونه او شتمنۍ له منځه وړي او یو شمېر موټر لا هم په خټو کې بند پاتې دي.

د هند د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې به هم د جمو او کشمیر په بېلابېلو سیمو کې سخت بارانونه، تندر او برېښنا دوام ولري، او له خلکو یې غوښتي چې احتیاطي تدابیر ونیسي.

د جمو او کشمیر اعلی وزیر عمر عبدالله ویلي، حکومت به د سېلاب ځپلو له کورنیو سره د مرستې او د زیانونو د جبران لپاره ټولې ممکنه هڅې وکړي.

د همالیا غرنیز سیمه له پخوا د سېلابونو او ځمکې ښویېدو له ګواښ سره مخ ده، خو یو شمېر ساینسپوهان وایي د اقلیم بدلون د دغو طبیعي پېښو شدت او تکرار زیات کړی، چې له امله یې د سیمې خلک له لا ډېرو خطرونو سره مخ شوي دي.