اندونیزیا کې د ډوبې شوې بیړې په پېښه کې د ورکو کسانو د لټون دوام

په اندونیزیا کې د ژغورنې ډلې لا هم د هغو ۱۲۹ کسانو د موندلو هڅې کوي چې د مسافر وړونکې بېړۍ له ډوبېدو وروسته لادرکه دي.

د اندونیزیا د ملي ژغورنې د ادارې مشر محمد شفيعي ویلي، د دوشنبې په ورځ د خرابې هوا له امله د اوبو لاندې د لټون عملیات نا ممکنه و .د هغه په وینا، د لټون پر مهال ژغورونکو نه کوم ژوندی کس وموند او نه یې د نورو قربانیانو جسدونه وموندل.

چارواکي وايي، ډوبه شوې بېړۍ اوس د سمندر په شاوخوا ۳۰ مترو ژورو اوبو کې پرته ده.د ژغورنې ادارې چارواکي د دې امکان هم څېړي چې بېړۍ څنګه د اوبو سطحې ته پورته کړي. تمه ده، دا کار به د ورکو کسانو د موندلو او د بېړۍ د وضعیت د معلومولو په عملیاتو کې مرسته وکړي.

د سې شنبې په ورځ، د سپټمبر په ۱۵مه، ژغورونکو د ډوبې شوې ( ویرګو ټرانسپورټ ۸ ) بېړۍ څخه موندل شوي د قربانیانو جسدونه د چورلکې په وسیله د اندونیزیا بنجارماسین ښار ته انتقال کړل.

چارواکي وايي، بېړۍ درې ورځې مخکې د جاوا سمندر په اوبو کې د خرابې هوا له کبله ډوبه شوه.

په بېړۍ کې ټولټال ۲۴۳ کسان سپاره وو. د پېښې له رامنځته کېدو وروسته تر اوسه ۱۰۸ کسان ژغورل شوي دي، خو لږ تر لږه شپږ کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ژغورنې ډلې وايي، د سختو شرایطو سره سره به د ورکو کسانو د موندلو هڅو ته دوام ورکړي.