اسرائیلي چارواکو د غزې پر لور د روانې مرستندویې بېړۍ د سپرلیو له ډلې ۳۷ فرانسوي اتباع د ترکیې له لارې بیرته هغه هېواد ته ستانه کړي دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند پاسکال کانفاورو د پنجشنبې په ورځ (می ۲۱) وویل چې دا کسان د هغو فعالانو په ډله کې شامل وو چې د غزې پر لور روانې مرستندویه بېړۍ کې سپاره وو.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اسرائیل یو جګپوړی ډیپلومات یې د پنجشنبې په ورځ احضار کړی او د اسرائیل د ملي امنیت د وزیر ایتامار بن ګویر له خوا خپرې شوې یوې ویډیو په اړه یې خپله غوسه څرګنده کړې ده. په یاده ویډیو کې بن ګویر د غزې د مرستندویه بېړۍ په نیول شويو فعالانو ملنډې وهي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دا لا وختي ده چې پر بن ګویر د بندیزونو د لګولو په اړه خبرې وشي. تر دې وړاندې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر د هغه پر ضد د بندیزونو غوښتنه کړې وه.
بل لور ته، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د پنجشنبې په ورځ د هغو فعالانو سره چلند وغندو چې د اسرائیلي ځواکونو له خوا تر نیول کېدو وروسته توقیف شوي دي. دغه دفتر د اسرائیلي وزیر له خوا خپرې شوې انځوریزې صحنې “د غوسې وړ” بللې او د حساب ورکونې غوښتنه یې کړې ده.
د بېړۍ تنظیموونکو ویلي چې د ایټالیا او جنوبي کوریا اتباعو په ګډون شاوخوا ۴۳۰ کسان، په دې بېړۍ کې سپاره وو. دغه بېړۍ د ترکیې له سوېل څخه روانه شوې وه او د سې شنبې په ورځ اسرائیلي ځواکونو په نړیوالو اوبو کې ودروله او اسرائیل ته یې یوړه.
تنظیموونکي وایي چې د دې ماموریت هدف غزې ته بشري مرستې رسول وو، ځکه د دوی په وینا، د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیل او حماس تر اوربند وروسته هم په غزه کې مرستې کمې دي.