د امریکا په یو اسلامي مرکز کې د ادیانو ترمنځ د سولې او تفاهم پیغام

له چپ نه ښې لور ته: ارچبشپ ګبریل کاتچا، انجنیر محمد رضا افشار، سید علي قزویني

د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د مسلمانانو او مسیحیانو دیني مشرانو او یو شمېر نورو ادیانو استازو په یوه ګډه غونډه کې د ادیانو ترمنځ د سولې او تفاهم پیغام ورکړی دی.

د ویرجینیا د شانټیلي ښار په کریسنټ اسلامي مرکز (مسجد النبي) کې د ادیانو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ په موخه جوړې شوې غونډې ته د واتیکان استازی او په متحدو ایالتونو کې د پاپ سفیر، ارچبشپ ګبریل کاتچا هم ورغلی و.

ګډون کوونکو وویل چې په داسې وخت کې چې نړۍ له جګړو، بې ځایه کېدو او مذهبي زغم د کمښت له ستونزو سره مخامخ ده، د ادیانو ترمنځ همکاري د سولې او متقابل احترام لپاره خورا مهمه ده.

د کریسنټ اسلامي مرکز امام، سید علي قزویني وویل مسلمانان او مسیحیان د انساني کرامت، عدالت او سولې په څېر ګډ ارزښتونه لري او دیني مشران باید د خبرو اترو او متقابل درناوي کلتور پیاوړی کړي.

قزویني وویل: «د جګړې د ژبې د شدت په وړاندې د سولې د خبرې کولو زړورتیا اصلي ډیپلوماسي ده. باور دا دی چې که خلک په خپلو کې ژور اختلافات هم ولري، خو د بشر په توګه باید هیڅکله یو بل له پامه ونه غورځوي.»

هغه زیاته کړه چې کریسنټ اسلامي مرکز نه یوازې د عبادت ځای دی، بلکې د بېلابېلو ادیانو او اسلامي مذهبونو ترمنځ د تفاهم او ملګرتیا مرکز هم دی.

ددې مرکز بنسټ په ۲۰۲۳ کال کې د افغان الاصله امریکايي انجنیر محمد رضا افشار له کیښودل شو.

د واتیکان استازي، ګبریل کاتچا وویل چې ریښتینی دیني باور خلک له یو بل څخه نه جلا کوي، بلکې د خدای، ګاونډي او ګډ خیر په لور یې رهبري کوي.

هغه وویل: «په داسې یو وخت کې چې په خلکو کې وېش او بې باورۍ دي، زموږ ټولنې کولی شي وښيي چې توپیرونه باید د وېش سبب نه شي، او ایمان کولی شي خلک د سولې په خدمت کې سره راټول کړي.»

د واتیکان استازي د مسلمانانو او مسیحیانو ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه وبلله او ویې ویل چې د سولې او ورورولۍ بنسټ له مشرانو او د ټولنې له استازو پیلېږي.

نعیم محمد بيګ چې د شمالي امریکا د مسلمانانو د ټولنې د ادیانو ترمنځ د تفاهم د پراخولو د چارو مسئول دی، وویل چې په داسې نړۍ کې چې «تفرقې او بې باورۍ ډېری وخت پر عامه بحثونو سیوری غوړولی»، دا ډول غونډې هیله بخښونکې دي.

هغه وویل: «دا موږ ته راپه زړه کوي چې خبرې اترې هغه وخت پیلېږي چې موږ سره کښېنو، د یو بل خبرو ته غوږ ونیسو او خپل ګډ انساني مسئولیت په پام کې ونیسو.»

ښاغلي بېګ د کاتولیک ټولنې له ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل چې د امریکا مذهبي تنوع د دې هېواد له سترو پیاوړتیاوو څخه ده.

بېګ وویل چې د مسلمانانو او مسیحیانو ترمنځ ملګرتیا او همکاري ښيي چې د مختلفو عقیدو لرونکي خلک کولی شي د سولې، عدالت او بشري کرامت لپاره په ګډه کار وکړي.